د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

سپوږمۍ ته د تلونکې فضايي بېړۍ پر بهرنۍ برخه د 'ادا لیمون' نظم لیکل کېږي


ارشیف
ارشیف

په پام کې ده چې د مشتري یوې سپوږمۍ ته د ناسا د تلونکې فضايي بېړۍ پر بهرنۍ برخه د امریکايي شاعرې ادا لیمون یو نظم ولیکل شي.

کله چې له امریکایۍ شاعرې ادا لیمون څخه غوښتنه وشوه چې د مشتري د کنګل وهلې سپوږمۍ لپاره یو شعر ووايي څو د مشتري مدار ته د روانې فضایي بېړۍ پر بهرنۍ برخه ولیکل شي نو دا وايي چې د ډېر زیات هیجان او ویاړ احساس ورته پیدا شو، خو وايي، په عین حال کې حیرانه وه چې دومره لوی مسوولیت به څنګه سرته رسوي.

۴۷ کلنه لیمون چې د دویمې دوه کلنې دورې لپاره د امریکا د لومړۍ درجه شاعرې په توګه پېژندل شوې وايي، کله یې چې د کانګرس په کتابتون کې د یوې ټلیفوني اړیکې له لارې د دې شعر د لیکلو بلنه ترلاسه کړه نو فکر یې کاوه چې خپل شعر به له کومه ځایه پیلوي.

له دې بلنې پوره یو کال وروسته د جون په لومړۍ نېټه مېرمن لیمون د کانګرس ودانۍ ته مخامخ په همدې کتابتون کې خپل شعر چې سرلیک یې دی، 'د یوه راز ستاینه- د اروپا لپاره یو شعر' واوراوه.

اروپا د مشتري یوه سپوږمۍ ده.

د لمریز نظام دا سیاره د ۸۰ او ۹۰ ترمنځ سپوږمۍ لري.

د لیمون نظم چې اوه بنده دی او هر بند یې درې مصرې لري، لومړی ځل د نندارچیانو پر وړاندې په لوړ غږ واورول شو او تود هرکلی یې وشو.

مشتري ته د تلونکې فضايي بېړۍ په بهرنۍ برخه به د دې شعر ټولې ۲۱ مصرې ولیکل شي. دا هم د دې شعر څو مصرې:

اې دوهمې سپوږمۍ، موږه هم ستا په شانې

له پراخو ځلنده سیندونو او اوبو جوړ یو

موږه هم ستا په شانې

له عجایبو او له سترو او وړو مینو، له کوچنیو نامریي جهانونو

او د تروږمیو له منځه له نیازمنو فریادونو جوړ یو

ټاکل شوې د اروپا کلیپر په نوم فضايي بېړۍ چې د ناسا تر ټولو پخوانیو بېړیو لویه ده او اوسمهال لاس انجلس ته نږدې د ناسا په یوه لابراتوار کې کار پرې روان دی، د راروان ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د مشتري پر لور وتوغول شي.

دا بېړۍ به د ۲،۶ میلیارد کیلومتر واټن تر وهلو وروسته په ۲۰۳۰ کال کې د مشتري مدار ته ورسېږي.

اروپا کلیپر د لمریزې برښنا په انرژۍ حرکت کوي او په داسې وسایلو سمباله ده چې د مشتري په اروپا سپوږمۍ کې به د پراخ سمندر په اړه څېړنې وکړي.

ساینسپوهان په دې باور دي چې د اوبو دا سمندر د اروپا تر کنګل وهلي پوستکي لاندې پروت دی او احتمالاً د انساني ژوند لپاره د اړتیا وړ شرایط لري.

د ناسا د دې بېړۍ دنده به د سپوږمۍ پر مدار دوامداره تاوېدل نه وي، ځکه له دې سره به د ډېر وخت لپاره او له نژدې فاصلې څخه د مشتري د ستر کمربند د زورورو وړانګو له خطر سره مخامخ شي خو دا بېړۍ به برعکس د اروپا د کنګل وهلې سپوږمۍ خوا ته پنځوس الوتنې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG