د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۴۸

نړۍ

د اوکرایني ځواکونو له‌خوا د روسیې پر ځينو سیمو د بریدونو ادعا شوې

د بېلګورد یوه څنډه

د اوکراین پولو ته څېرمه د روسیې د درېیو سیمو چارواکي ادعا کوي چې اوکرایني ځواکونو یې پر سیمو د توغندیو حملې کړي.

د بېلګورد سیمې والي ویاچیسلاو ګلَدکوف نن پر ټلېګرام ولیکل چې پر څلورو ولسوالیو تېره شپه د اوکرایني ځواکونو توغندي ولګېدل، خو د ده په وینا تلفات یې نه لرل.

د رستوف والي واسیلي ګولوبیف هم ویلي چې پر موروزفسک سیمه د اوکراین یو ویشتل شوی توغندی شنډ شوی.

بل خوا د جنوب ختیځ ښار کراسنادار ښاروال ایفګیني ناوموف ویلي چې یوه د استوګنې او یوه دفتري ودانۍ نن سهار وختي په یوه چاودنه کې زیانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې پر کراسنادار ښار هم د ډرون برید شوی دی.

د دې ادعاوو په اړه اوکرایني چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فرانسوي پولیسو د انيسي پېښې يو بريدګر نيولی

فرانسوي پولیس په انیسي کې هغه ځای ته رسېدلي چې بریدګر په کې په چاقو څو کسان ټپیان کړي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، هغه برید کوونکی يې نیولی چې په انیسي ښار کې يې نن د جون ۸ مه ماشومان او یو شمېر نور کسان په چاقو ټپیان کړل.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین نن وویل، دا پېښه د انیسي ښار په یوه میدان کې رامنځته شوې ده.

دارمنین په یوه ټویټ کې ویلي، پولیسو برید کوونکی نیولی، خو د هغه د هویت په اړه يې څه نه‌دي ویلي.

د سیمې یو قانون جوړونکي انتوان ارماند په یو ټویټ کې ویلي، چې پر ماشومانو د لوبو پر مهال برید شوی دی.

محکمې تر ۱۴ ورځو د عمران خان د نه نيونې ضمانت منلی

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان

د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان مدافع وکیل ګوهر خان وايي، نن د جون ۸مه یې د اسلام‌اباد له سترې محکمې څخه تر ۱۴ ورځو پورې د عمران خان د نه نیول کېدو ضمانت ترلاسه کړ.

عمران خان د قتل تر څنګ په ځينو نورو قضیو کې هم په لاس لرلو تورن شوی دی.

تر ۱۴ ورځو د عمران خان د نه نیونې ضمانت

خان بیا دغه تورنه رد کړي او سیاسي توطیې یې بللې دي.

عمران خان د می په نهه ونیول شو او تر درې ورځیني بند وروسته په ضمانت خوشې شو.

د هغه پلویانو د ده د نیول کېدو په اعتراض کې په تاوتریخوالی لاس پورې کړ او د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون یې په یو شمېر ښارونو کې پر عامه او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.

هغه په لاهور له خپله کوره پلازمېنې اسلام‌اباد ته تللی و چې په نورو قضیو کې خپل ضمانت وغځوي او د بیا نیول کېدو څخه د مخنیوي په خاطر د قتل په نویو قضیو کې ضمانت وغواړي.

روسيې پر اوکراين د يو مهم بند د ويشتلو تور پورې کړ

پر دنیپر سیند د نوا کاخوفکا بند له نړېدو وروسته د سېلابونو له امله زرګونو کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

روسیې نن د ملګرو ملتونو په یوه عالي محکمه کې پر اوکراین تور پورې کړ، چې یو مهم بند یې په توپونو ویشتلی او نړولی دی.

روسیې تور پوري کړی چې د نازیانو د مفکورې پلویان د کیيف مشري کوي.

د عدالت نړیوالې محکمې قاضیانو ته، د مسکو دا څرګندونې په داسې حال کې رسېدلي دي چې دې هېواد د اوکراین هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې روسیې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د اوکراین په خیتځ کې د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ سره د ترهګرۍ پر ضد له قوانیو سرغړونه کړې ده.

بل لور ته، اوکراین د بند د نړېدو پړه پر روسیې اچوي.

پر دنیپر سیند د نوا کاخوفکا بند له نړېدو وروسته د سېلابونو له امله زرګونو کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د برښنا دغه بند دوه ورځې وړاندې ونړېد.

کرکټ؛ د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه روانه ده

د هند کرکټ لوبډله

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولیو پایلوبه د جون په ۷مه نېټه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پيل شوې ده.

په دې پایلوبه کې هندوستان د اسټرالیا پر وړاندې سیالي کوي.

د پایلوبې پچه هندوستان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې ده.

د لومړۍ ورځې تر پایه ۸۵ اورونه لوبه وشوه، چې اسټرالیا د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۷ منډې کړې وې.

د اسټرالیا لپاره ټریویس هېډ په ۱۶۳ او سټیف سمېت بیا په ۱۲۱ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

په هندي توپ اچونکو کې محمدسراج، محمدشامي او شردول ټاکور دوه دوه لوبغاړي سوځولي دي.

نن د دې سیالۍ دویمه ورځ ده چې اسټرالیا لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي او د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې یې ۷ لوبغاړي سوځېدلي او ۴۲۲ منډې یې کړې دي.

د ايران ولسمشر د لاتيني امريکا يو شمېر هېوادونو ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به راتلونکې اوونۍ له کیوبا، نیکاراګوا او وینزویلا څخه کتنه ترسره کړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د رییسي سفر د لاتیني امریکا دغو هېوادونو ته د هغوی د ولسمشرانو په بلنه ترسره کېږي.

د راپور له مخې ټاکل شوې چې، د رییسي په دې سفر کې به چې نوموړی یې په نیت د جون په ۱۱مه له تهرانه روانېږي، د ایران او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، سیاسي او علمي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا سندونه هم لاسلیک شي.

د سیمې درې واړه هېوادونه چې کین اړخي رژیمونه یې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، د ایران نږدې متحدین بلل کېږي.

ایران او وینزویلا د اوپیک یا د تېلو د تولید او صادراتو د سازمان غړي دي.

په کراچۍ کې اختطاف شوی خبريال 'زبير انجم' بېرته خوشې شوی

تېره ورځ د زبیر انجم له تښتونې وروسته خبریالانو په کراچۍ کې مظاهره هم کړې وه.

په کراچۍ کې د زبیر انجم په نوم یو ځایي خبریال تر ۲۴ ساعته اختطاف وروسته بېرته خوشې شوی دی.

د ازادي راډیو مشال څانګې د دغه خبریال د ورور وجاهت انجم په حواله ویلي، یاد خبریال د جون په شپږمه د شپې یوه بجه نامعلومه کسانو د پولیسو په موټرو کې په زور له ځان سره بوته، خو پرون یې بېرته خوشې کړ.

د کراچۍ پولیسو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

د زبیر انجم له تښتونې وروسته خبریالانو په کراچۍ کې مظاهره هم وکړه.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم خبریالان تښتول شوي، چې ځینې بېرته خلاص او یو شمېر یې لا هم تري تم دي.

په اوکراین کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه شوې

د اوکراین په خرسون سیمه کې دغه سېلابونه وروسته تر هغه راووتل چې پر دنیپر سیند جوړ شوی لوی بند نوا کاخوفکا ونړېد.

د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال له ملګرو ملتونو، د سره صلیب له نړیوالې کمېټې او نورو اړوندو ادارو غوښتي چې د دغه هېواد په جنوب کې د سېلاب ځپلو بېړنۍ مرسته وکړي.

شمیهال زیاته کړې چې سېلاب ځپلي د روسیې د پوځیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې اوسېږي او هغو پوځیانو هم همداسې پرېښي چې مړه شي.

د اوکراین په خرسون سیمه کې دغه سېلابونه وروسته تر هغه راووتل چې پر دنیپر سیند جوړ شوی لوی بند نوا کاخوفکا ونړېد.

اوکراین د بند د نړېدو پړه پر روسیې ور اچوي، خو روسیه بیا وایي، خپله اوکراین دا بند نړولی دی.

د خرسون د هستوګنې په سیمو کې څو متره اوبه ولاړې دي چې، لسګونه زره کسان یې د برښنا او پاکو اوبو د نشتوالي له خطر سره مخامخ کړي او ډېر څاروي يې مړه کړي دي.

ميسي د انټرميايي فوټبال ليګ ته ځي

لیونیل میسي

ټاکل شوې د نړۍ د فوټبال وتلی ستوری لیونیل میسي د انټرمیامي فوټبال لیګ ته ولاړ شي، ځکه د عربستان د الهلال فوټبال کلب د هغه د جذبېدو له هڅو لاس په سر شوی دی.

د همدې میاشتې په پای کې له پاریس سنټ جرمن لوبډلې سره د میسي تړون پای ته رسېږي او هیلې داسې وې چې هغه به سعودي عربستان خواته ولاړ شي، هغه ځای ته چې دوه نور مشهور ستوري کرسټیانو رونالډو او کریم بنزیما تللي دي.

خبري اژانسونو لیکلي، منځني ختیځ ته د میسي انتقال نور د بحث وړ نه‌دی، ځکه هغه د امریکا انټرمیامي لیګ ته ځي.

جرمني د هوايي ځواک تر ټولو لویو تمريناتو ته تیاری نيسي

د جرمني هوايي ځواکونه

جرمني د هوایي ځواکونو تمرینونو ته چې د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لوی تمرینونه بلل شوي، تیاری نیسي.

جرمني او امریکایي چارواکو ویلي، د دغه ځواک له ښودلو یې هدف پر متحدینو او احتمالي دښمنانو لکه روسیې د اغېزو شیندل دي.

د هوایې مدافعې په دغو تطبیقاتو کې به چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي، لس زره پرسونل او د ۲۵ هېوادونو دوه‌ نیم سوه الوتکې د ناټو پر یوه غړي حملې ته ورته یوه ننداره کې ګډ غبرګون ښکاره کړي.

ياد تطبیقات مخکې له دې چې روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، له ۲۰۱۸ م کال راهیسې پلان شوي وو.

د روسیې یرغل ناټو تړون دې ته اړ ایستلی چې پر قلمرو یې د احتمالي برید لپاره جدي تیاری ولري.

اوکرايني چارواکو د خيرسون لسګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي

د دنیپرو پر سیند ودان د لوی بند د نړېدو په نتیجه کې اوبه د خلکو کورونو ته رسېدلي.

اوکرایني چارواکو په خیرسون سیمه کې په لسګونو زره کسان له خپلو اصلي ځایونو وروسته له هغې بې‌ځایه کړي چې د دنیپرو پر سیند ودان د لوی بند د نړېدو په نتیجه کې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوې او تمه کېده چې نن سهار به یې کچه په لاندنۍ برخه کې نوره هم لوړه شي.

کییف او مسکو د کاخوفکا د بند چې د شوروي په وخت کې د اوکراین د خیرسون په جنوبي سیمه کې جوړشوی و، د ویجاړولو پړه پر یو بل اچوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دا پېښه د روسیې له‌خوا په قصدي توګه د ویجاړۍ یو عمل او د ډله‌ییزې وژنې چاپېریالي بم یاد کړی دی.

زیلینسکې ویلي، د بند په لاندنۍ برخه کې شاوخوا اتیا مېشت ځایونه د دغه بند د نړېدو له امله له خطر سره مخ شوي دي.

چارواکو اټکل کړی چې په راتلونکو ۲۰ ساعتونو کې به د سیند په لاندنۍ برخه کې د اوبو کچه یو متر نوره هم لوړه شي.

د مسکو تر کنټرول لاندې د خیرسون د برخې چارواکو نن په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG