د کانګو جمهوریت په جنوبي ولایت کیوو کې چارواکي وايي، د سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې په پېښو کې د مړو شمېر تر ۲۰۰ زیات شوی دی.
په کانګو جمهوریت کې چارواکي وايي، تر سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې تر پېښو وروسته ګڼ کسان لا هم ورک دي.
زیات زیانونه په کالهه سیمه کې خلکو ته اوښتي دي.
په دې سیمه کې یوه محلي چارواکي توماس بکینګي نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې تر اوسه د ۲۰۳ کسانو مړي پیدا شوي او د نورو د پیدا کولو عملیات روان دي.
د وروستیو طبیعي افتونو یوې زیانمنې شوې جنتیله نداگيجیمانا د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "نوره زه کورنۍ نه لرم او نه هم سرپناه راپاتې ده. اوس باید ځان ته د بیدېدو ځای پیدا کړم. پوهېږم چې مېړه مې ژوندی دی، خو ټول ماشومان مې مړه شوي دي."
په نیاموکوبي کلي کې بیا په سلګونو کورونه ویجاړ شوي او د ژغورنې کارکوونکي د مړو د موندلو عملیات پرمخ بیايي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو کارکوونکی اسحاق هابامونګو د ژغورنې د عملیاتو د ستونزو یادونه کوي.
هغه وویل: "فکر کوم په سیند کې به زیات مړي پراته وي. تر درېیو ورځو وروسته به په سترګو ښکاري او اندېښنه لرو، چې له دې وضعیت به څنګه تېرېږو. د مړو لپاره زیاتې خلطې نه لرو د هغو کارونو لپاره چې کوو بودجه هم نه لرو او داتر ټولو لویه ستونزه ده."
د کانګو جمهوریت په جنوبي ولایت کیوو کې سخت اورښتونه د سیندونو د ډکېدو او د سېلابونو د بهېدو سبب شوي او ګڼ کلي یې زیانمن کړي دي.
په وروستیو ورځو کې د یوګانډا او کینیا ځینې برخې هم د سختو اورښتونو شاهدانې وې.
تېره اوونۍ په روونډا کې چې له کانګو سره پر پوله پروت دی، سېلابونو ۱۲۹ کسان مړه کړل.