د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

کانګو کې د ایټالیا د سفیر وژل کېدل اروپايي شورا ته سخت ټکان ورکړی


دا هغه سیمه ده چې د ایټالیا پر سفیر برید شوی او ددې هېواد له پلازمېنې ګوما سره ۲۵ کیلومتره واټن لري.
دا هغه سیمه ده چې د ایټالیا پر سفیر برید شوی او ددې هېواد له پلازمېنې ګوما سره ۲۵ کیلومتره واټن لري.

د اروپايي شورا رئیس وايي، په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایټالیا د سفیر وژنې سخت ټکان ورکړی دی.

چارلس مایکل دوشنبه (د کب ۴مه) په یوه ټوېټ کې ویلي چې په کانګو کې له سولې او امنیت باید ډاډ ترلاسه شي. د هغه په خبره اروپايي ټولنه به په دې افریقايي هېواد کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

اروپايي کمېسیون هم ویلي چې د ایټالیا پر سفیر برید د کانګو د ډېرې خرابې وضعې څرګندونه کوي.

د دغه کمېسیون ویاندې نبیلا مسرالي په دې اړه وویل: "د ملګرو ملتونو پر کاروان برید او د ایټالیا د سفیر د وژنې راپور مو ولید. دا ډېر د اندېښنې وړ خبر دی. موږ دا وضعیت په کانګو کې د اروپا له پلاوي سره تعقیبوو. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د بهرنیو اړیکو شورا ته راپور ورکړی او له ایټالیا، ملګرو ملتونو سازمان او په کانګو کې د تاوتریخوالیو قربانیانو سره یې خپله کلکه همدردي ښودلې."

د ایټالیا حکومت وايي چې په کانګو کې د دوی سفیر لوکا اتانوسیو، له یوه پولیس (ساتونکي) او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د یوه موټر چلوونکي سره په ګډه هغه وخت ووژل شول چې وسله والو بریدګرو غوښتل دا کسان د کانګو په ختیځ کې وتښتوي. د ایټالیا وژل شوی سفیر ۴۳ کلن و.

په کومه سیمه کې چې دا برید شوی له پلازمېنې ګوما سره ۲۵ کیلومتره واټن لري.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې د دغه سازمان پلاوی او د ایټالیا سفیر یوه ښوونځي ته د خوړو د رسولو په حال کې و چې دا برید پرې وشو.

رویټرز خبري اژانس د کانګو د چارواکو په حواله لیکلي چې بریدګرو لومړی ډزې وکړې او وروسته یې د ایټالیا د سفیر موټر ودراوه.

لومړی يې چلوونکی وژلی او هڅه یې کړې چې سفیر او ساتونکی یې له ځانه سره یوسي. کله چې بریدګر له مقاومت سره مخ شوي په سفیر او ساتونکي یې ډزې کړي او وژلي یې دي.

په منځنۍ افریقا کې پروت کانګو ډیموکراټیک جمهوریت د افریقا له بې وزلو هېوادونو دی.

شپږ کاله په کې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰ پورې کورنۍ جګړې څه باندې څلور میلیونه کسان ووژل او ۱۰ میلیونه نور یې بې کوره کړل.

XS
SM
MD
LG