خبرونه
د کانګو مشکوک جنګي مجرم تر تسليمېدو وروسته بندي دى
د کانګو هیواد د جنګې جرمونو مشکوک بوسکو تګندا Bosco Ntaganda چې د قتلونو، جنسي تېریو او له کوچنیانو څخه د عسکرو په توګه د کار اخیستلو په جرمونو تورن دی، له تسليمیدو وروسته دا مهال په هالند کې د نړیوالو جنګي جرمونو په محکمې کې بندي دی.
تګندا د جنګې جرمونو لومړنی مشکوک دی چې په خپله خوښه یې ځان تسلیم کړ.
تګندا چې بل نوم یي ټرمینېټر یا ختموونکی دی، د دوشنبې په ورځ یې په رواندا کې د امریکا سفارت ته ځان تسلیم کړ. نوموړی نن سهار هاګ ته ورسیده او تمه ده چې د سه شنبې په ورځ به یې محاکمه پیل شي.
تګندا د کانګو ډموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې پوځي قوماندان و او تورن دی چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ یې په سلونو کسان وژلې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د تنکیو ځوانانو د هندبال ټیمونه بنګله دیش ته ولاړل
د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان دبدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست اعلان وکړ چې د هندبال د ۲۰ او ۱۸ کلونو څخه د کم عمر ټیمونه د اسیا د جنوب په سیالیو کې ګډون لپاره بنګله دیش ته ولاړل.
اعلامیه وايي چې د لسو هیوادونو د ټیمونو ترمینځ دغه سیالي د غبرګولې په ۲۰ مه پیلیږي.
اعلامیه زیاتوي چې د لوبو په لومړنۍ ورځ دافغانستان د شلو کلونو د کم عمر د هندبال ټیم دکوربه هیواد بنګله دیش په وړاندې او د افغانستان د هندبال د ۱۸ کلونو څخه د کم ټیم د مالدیف په وړاندې لوبې کوي.
افغانستان کې په روان لمریز کال کې لسګونه کسان په اوبو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په روان لمریز کال کې ۷۵ تنه په هیواد کې په اوبو کې غرق شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د چمتوالي د ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي په قربانیانو کې ۲۷ کسه نارینه ، ۷ ښځې او ۴۱ کوچنیان شامل دي .
د ازادي راډیو وروستیو رپوټونوهم وویل چې په افغانستان کې د لامبو په مهال د غرقیدو پیښې زیاتې شوي دي.
دقربانیانو ځینو خپلوانو ازادي راډیو ته وویل چې د څو ورځو په تیریدو سره یې هم د خپلو عزیزانو اجساد نه دي میندلي.
ځینې لامبوزن کسان وايي چې د غرقیدو ډیری پیښې د ناپوهۍ ، نه پاملرنې او بي احتیاطۍ څخه را مینځ ته کیږي.
بینت په هرات کې دنیول شویو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه کوي
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکی وايی په تیرو دریو ورځو کې لسګونه ښځې د طالبانو لخوا د وضع شوي حجاب د نه رعایت کولو له امله نیول شوي دي او دې له دې امله ډیر خواشینی دی.
ریچارد بینت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولې په اتلسمه ) په خپله ایکسپاڼه دغه نیول خپلسري ، نا قانونه او نه منونکي وبلل.
هغه ددغو نیولو د درولو غوښتنه وکړه او ددغو ښځو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د حکومت چارواکو او لدې ډلې دامربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبرپه دې هکله دازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنکړ.
دهرات اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل په دې وروستیو د طالبانو له ویرې په ښار کې د ښځو تګ راتګ کې د پام وړ کمی لیدل کیږي .
ایران او اسرائیل پر یوبل بریدونه ودرول
د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ له غوښتنې وروسته ایران او اسرائیل دواړو وویل چې پریوبل بریدونه یې ودرول.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ د بریدونو له دریدو وروسته وویل چې بریدونه ودریدل خو که ایران غلطي وکړي سخت ځواب به ورکړل شي.
تردې مخکې دایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي وو چې په اسرائیل د ایران بریدونه پای ته ورسیدل.
د امریکا ولسمشر ددغه وروستي کړکیچ په ترځ کې ویلي وو چې ایران سره یوې هوکړې ته رسیدل چې اوربند دسولې په یوې موافقې بدل کړي "ډیرنږدي" دي.
هغه ویلي وو نه غواړي چې په اسرائیل د ایران توغندیز بریدونه د سولې بهیر زیانمن کړي.
د ایران پوځ وایي، پراسراییل یې د بریدونو نوې څپه پای ته رسیدلې؛ اسراییل تراوسه غبرګون ندی ښودلی
د ایران پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پراسرائیل یې د اپریل د میاشتې له اوربند وروسته د بریدونو لومړۍ څپه پای ته رسېدلې، خو خبرداری یې ورکړ چې که اسرائیل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو دوی به بیا هم بریدونه پیل کړي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې اسرائیل چې نن سهاروختي یې د ایران د بریدونو په وړاندې د ایران په ځینو برخو کې یوشمیرځایونه په نښه کړل، په دې اړه سمدستي غبرګون ندی ښودلی. ایران ویلي وو چې پراسراییل یې توغندویي بریدونه د لبنان د پلازمینې بیروت په څنډو کې د اسرائیلي بریدونو په ځواب کې ترسره کړي دي. تردې مخکې د اسراییل د دفاع وزارت ویاند ویلي و چې له ایران سره یې د شخړو نوی پړاو ښايي څو ورځې دوام وکړي.
په عین حال کې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې په یوه پوست کې لیکلي چې اسراییل او ایران دواړو غوښتل چې سمدستي اوربند وکړي. یوه اسراییلي چارواکي همدارنګه ویلي چې ټرمپ نن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې. د دې خبرو نور جزیات ندي څرګند شوي.
په تهران کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن دوشنبې وویل چې تهران او واشنګټن په داسې فضا کې پیغامونه تبادله کوي چې پرې "ډیر شک او بې باوري" سیوری غوړولی.
د اسراییل دفاع وزارت: له ایران سره نوې نښتې به څو ورځې دوام وکړي
د اسرائیل د دفاع وزارت وايي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د نښتو نوی پړاو ښايي څو ورځې دوام وکړي.
د اسرائیل د پوځ ویاند افی دفرین د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد "لسګونو جنګي جټ الوتکو" نن سهار په بریدونو کې د ایران په بیلابیلو سیمو کې د دې هیواد د هوايي مدافعې سیسټمونه په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې ایران په وروستیو کې توانېدلی چې د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو یوه برخه، چې د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې زیانمنه شوې وه، بیرته "ورغوي".
د نوموړي په خبره د اسراییل په دغو تازه بریدونو کې د هوایي مدافعې دغه سیسټمونه له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه ایراني چارواکو د اسرائیل د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
وروسته له هغې چې د ایران اسلامي جمهوریت د یکشنبې د ورځې ناوخته د لبنان د حزب الله پر ضد د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې پر اسرائیل د توغندویو بریدونه وکړل، اسرائیل هم د دوشنبې سهار وختي په بریدونو کې د ایران په لوېدیځ، مرکزي او جنوب کې ځینې ځایونه په نښه کړل.
د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستیو نښتو په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د افغانستان په اړه غونډه کوي.
په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام شپږنیمې بجې پیلیږي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما سرپرست مشره جورجیت ګانیون د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ راپور وړاندې کړي. په پام کې ده چې امنیت شورا راتلونکې اونۍ په یوه بله غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما د غځیدو په اړه بحث وکړي. دغه ماموریت د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د څلورو میاشتو لپاره غځول شوی چې د اعتبارموده یې د روانې جون میاشتې په اولسمه نیټه پای ته رسیږي.
د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ننۍ غونډې په درشل کې د ملګروملتونو مرستندویه ادارو په دې هیواد کې د سخت بشري وضعیت ترڅنګ د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي خبرداری ورکړی. د دغو ادارو په خبره په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي بیساري حد ته رسیدلې ده.
په یمن کې حوثیان: په سره سمندر ګي کې د اسراییلي کشتیو تګ راتګ منع دی
په یمن کې حوثي یاغیانو، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، د دوشنبې په ورځ پر اسراییل د توغندويي برید خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د سره سمندرګي له لارې د اسراییلي کشتیو تګ راتګ منع کوي.
حوثیانو د اسراییل او حماس د جګړې پر مهال څو ځلې د اوبو په ډې مهمه لاره کې سوداګریزې کشتۍ په نښه کړې وې او ګڼ شمېر ترانسپورتي شرکتونه یې اړ کړي وو چې د افریقا د وچې له جنوبي برخې څخه اوږده بدیله لاره غوره کړي.
دا ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرمز تنګی، چې د فارس خلیج اصلي تګلاره او د سیمې د هېوادونو د انرژۍ د صادراتو مهمه لار ده، د ایران په وړاندې د اسراییل او امریکا د جګړې په ترڅ کې د ایران له خوا تړل شوی دی.
د حوثیانو په اعلامیه کې راغلي: "موږ په سره سمندر ګي کې د اسراییل د سمندري تګ راتګ پر وړاندې بشپړ او هر اړخیز بندیز اعلانوو" او "د دې اعلامیې له خپرېدو سره سم، د دښمن ټول خوځښتونه زموږ د وسله والو ځواکونو لپاره مشروع پوځي هدفونه ګڼل کېږي."
حوثیان، چې د مارچ په میاشت کې د ایران په ملاتړ د منځني ختیځ جګړې ته داخل شول، د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند له پیل راهیسې تر اوسه د اسراییل پر ضد د کوم توغندویي برید ادعا نه وه کړې.
د اسراییل پوځ مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي وو: "له یمن څخه د اسراییل خاورې پر لور د یوه توغندي توغول کېدل تشخیص شوي او د هوايي دفاع سیسټمونه د دې ګواښ د شنډولو لپاره په عمل بوخت دي."
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د څلور اړخیزو سیالیو پای لوبې ته ووت
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د څلوراړخیزو سیالیو پای لوبې ته ووت.
د مالدیف په کوربه توب په دې څلوراړخیزو سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او مالدیف ټیمونو ګډون کړی دی.
افغانستان تردې مخکې مالدیف ته ماتې ورکړې او له بنګله دېش سره یې لوبه مساوي کړې وه خو د یکشنبې په ورځ یې پاکستان ته لوبه صفر دوه وبایلله. خو له دې سره سره افغانستان د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په جدول کې دوهم ځای غوره کړی او پایلوبې ته یې لار وموندله.
افغانستان به په پای لوبه یا فاینل کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره مخامخ شي.
اسرائیل د ایران د بریدونو په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل
د اسرائیل پوځ وویل چې د دوشنبې په ورځ د جون په ۸ مه سهار وختي یې د ایران د رژیم اړوند ځینې هدفونه په نښه کړل. دا بریدونه د تهران له خوا پر اسرائیل د ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې وشول. دا لږ وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي وو چې دې به د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو څخه وغواړي چې دا ډول بریدونه ونه کړي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) د جون په ۸ مه سهار په ایکسپاڼه کې ولیکل: "د اسرائیل هوايي ځواک شیبه مخکې د ایران په لوېدیځ او مرکزي برخو کې د ایران د ترهګر رژیم اړوند پوځي هدفونه وویشتل." خو سمدستي یې نور جزئیات وړاندې نه کړل.
د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړ چې د تهران، کرج، تبریز او اصفهان په ګډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په دې اړه نور جزیات ندي خپاره شوي.
دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې ایران د اپرېل له ۸ مې راهیسې، د یو نازک اوربند له نافذېدو وروسته، په لومړي ځل تیره شپه پر اسرائیل د توغندیو یو لړ بریدونه ترسره کړل. ایران ویلي چې دا بریدونه د بیروت پر ضد د تل ابیب د پوځي حملو په ځواب کې شوي دي.
د ایران له دغه اقدام سره سره د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له تهران سره یوه هوکړه "ډیره نژدې" ده چې اوربند په سوله ییز جوړجاړي بدل شي. هغه زیاته کړه چې نه غواړي چې پراسراییل د ایران توغندیز بریدونه د سولې بهیر له خطر سره مخ کړي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې دی د لبنان پر ضد د اسرائیل له بریدونو څخه "خوښ نه دی". د اېکسیوس (Axios) د راپور له مخې، هغه همدارنګه ویلي چې د ایران توغندیزو بریدونو " چا ته زیان ندی پیښ کړی" او دی هیله مند دی چې اسرائیل به ځوابي برید ونه کړي."