د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۱

"م.م": یو پاکستانی سوله ساتی "کانګو" کې وژل شوی


ملګري ملتونه وايي، یو پاکستانی سوله ساتی د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د یوې وسله والې ډلې له لوري وژل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون شنبه وویل چې د پاکستاني سوله ساتي وژنه غندي.

چارواکي وايي چې پر پاکستاني سوله ساتي پرون لولیمبا سیمې ته نېژدې حمله وشوه. په دې پېښه کې یو بل سوله ساتی ټپي شو.

په کانګو کې له ۱۹۹۹ څخه د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې سوله ساتي مېشت دي.

XS
SM
MD
LG