د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

هلمند کې يوې سيمه‌ييزې رسنۍ د شاعرانو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه


هلمند کې شاعرانو او نعت ویونکو تر منځ د سیالۍ یو انځور
هلمند کې شاعرانو او نعت ویونکو تر منځ د سیالۍ یو انځور

هلمند کې د سکون په نوم يوې محلي رسنۍ د دغه ولايت د شاعرانو او نعت ويونکو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه.

محمد رفيع بختيار؛ هغه شاعر چې د سکون راډيو د ترنم په سيالۍ کې يې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

نوموړی وايي، په اوسني وخت کې شاعران او ليکوالان هڅونې ته اړتيا لري چې دا ډول سيالۍ جوړول ورته يو ډول انرژي ورکوي.

بختيار وايي، په ليرې پرتو سيمو کې ډېر تکړه شاعران شته چې د ټولنې له سترګو پناه دي چې دغه ډول سيالۍ کولی شي راڅرګند يې کړي.

نوموړی وايي: "شاعران، نعت خوانان، هرڅوک چې په هره برخه کې وي، اول خو دا تشويق ته ضرورت لري. موږ داسې استعدادونه، داسې شاعران لرو چې هغه پټ دي. که دغسې سيالۍ پر لاره واچول شي، نو زموږ شاعران، زموږ نعت خوانان به خلک وپېژني."

عبدالجبار مظلوم چې د هلمند د نادعلي ادبي او فرهنګي ټولنې غړی او شاعر دی، د سکون راډيو له لوري په جوړه شوې سيالۍ کې يې دويم مقام ترلاسه کړی.

نوموړی وايي: "خوشبختانه چې هغو سياليو کې مې دويم مقام ترلاسه کړ، ډېر خوشاله يم او منندوی هم يم، له دغسې رسنيو چې هغه د نعت خوانانو لپاره کار کوي، دا زموږ لپاره يوه غټه خبره وه او ډېر تشويق و."

د سکون راډیو د ترنم سیالۍ کې لومړی مقام ګټونکی شاعر محمد رفیع بختیار د ډالۍ اخیستلو پر مهال
د سکون راډیو د ترنم سیالۍ کې لومړی مقام ګټونکی شاعر محمد رفیع بختیار د ډالۍ اخیستلو پر مهال

بل پلو د سکون سيمه‌ييزې راډيو مسوول حافظ احمد نصرت وايي، دوی د نورو ادارو په همکارۍ او مالي ملاتړ د هلمند د بېلابېلو ادبي ټولنو د شاعرانو او نعت ويونکو ترمنځ سيالي جوړه کړې وه، ترڅو له يوې خوا دوی وهڅول شي او بل پلو د ترنم کولو فرهنګ وغوړېږي.

نوموړی وايي: "سکون راډيو په لومړي ځل هلمند کې د نعت ويونکو ترمنځ يوه ډېره شفافه سيالي راپيل کړه. په دې سيالۍ کې موږ د هلمند په کچه شلو ټاپو نعت خوانانو سره خبرې وکړلې. د دوی لپاره بيا موږ يوه خپرونه جوړه کړه د نعت ويونکو سيالي په نوم، يو يو نعت خوان موږ په‌کې مېلمه کوو، شل خپرونې مو ورته جوړې کړې، چې هرې خپرونې ته مو يو يو نعت خوان راغوښتو د هغوی پر ژوند، ترنم او نعت خوانۍ ورسره غږېدو او مستقيم اورېدونکو هم اړيکې ورسره نيولې."

نصرت وايي، دوی د نعت ويونکو لپاره د خپرونو تر جوړېدو وروسته پر خواله رسنيو د ټاکل شويو نعت ويونکو لپاره رايه ټولونه پيل کړه چې له بېلابېلو پړاوونو وروسته په‌کې له لومړي تر څلورم مقام نعت ويونکي غوره شول.

هغه وايي، د شاعرانو او فرهنګيانو ترمنځ دا ډول سيالۍ به دوامداره وساتي.

دا چې ترنم څه معيارونه لري او ښه ترنم څه ډول کېدلی شي، ځوان شاعر او ترنم کوونکی بخت جمال کريمي يې په اړه ازادي راډيو ته وويل: "ترنم د غږيزو هنرونو له ډلې يو هغه هنر دی چې د معياريتوب لپاره يې د ښې حنجرې ترڅنګ د ښه شعر انتخاب، مناسب او ښه کمپيوز جوړول ورته ډېر اړين دي. د دې ترڅنګ بله مهمه مسئله په‌کې د شعر روح سره بلدتيا پيدا کول، د هغه احساس موندنه چې شعر کې پرته ده، د دې ترڅنګ يوه بله مهمه مسئله په‌کې د الفاظو او کلماتو درسته اداينه ده."

ترنم چې د شاعرانو ترمنځ په مشاعرو او ادبي غونډو کې دود دی، ګڼ شمېر مينه‌وال لري.

په ډېری مشاعرو او ادبي مجلسونو کې شاعران د خپلو زمزمو او ترنم له لارې غزلونه او شعرونه لا ښکلي کوي او ځانګړی موسقيت په‌کې پيدا کوي.

XS
SM
MD
LG