د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

هلمند کې ادبي هڅو ته د ځوانانو لېوالتيا؛ ځايي فرهنګيان د امکاناتو له نه‌شتون سره مخ دي


هلمند کې د نادعلي ادبي بهير شاعران
هلمند کې د نادعلي ادبي بهير شاعران

هلمند کې ادبي بهيرونه او فعاليتونه، هغه څه چې په تېرو شلو کلونو کې يې کمساری پرمختګ وکړ، خو د امکاناتو د نه‌شتون له امله يو شمېر تړل شوي او ځينې نور بيا فعاله دي.

هلمند کې د نادعلي ادبي ټولنې مسؤل جانان نجاتمل وايي، دوی له تېرې يوې لسيزې راهيسې د خپلې ټولنې له لارې فرهنګي غونډې او مشاعرې جوړوي.

"هغه شاعران چې شعرونه يې ښه شعرونه دي، تقريباً د پنځوسو په شاوخوا کې شاعران لرو

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، د دوی د بهير له لارې په سيمه کې ګڼ شمېر ځوانان روزل شوي، فرهنګ ادب او شاعرۍ سره اشنا شوي دي.

ښاغلی نجاتمل وايي: "هغه شاعران چې شعرونه يې ښه شعرونه دي، تقريباً د پنځوسو په شاوخوا کې شاعران لرو، دلې راځي، هره هفته، هرې جمعې په ورځ مشاعره لرو، چې په هلمند کې د يوې ځايي رسنۍ له‌خوا هم هغه مشاعره راته خپروي. او بل په مرکز لښکرګاه ښار کې د څراغ ادبي بهير په نوم په بله ټولنه هم په دې وروستيو کې تاسيس سوې ده. چې د هغوی سره زموږ اړيکې سته، د هغې ټولنې شاعران موږ سره ګډون کوي او موږ ورځو له هغو سره ګډون کوو."

د نادعلي ادبي بهير يو شاعر
د نادعلي ادبي بهير يو شاعر

جانان نجاتمل وايي، سره له دې چې ځايي ځوانان ادبي او فرهنګي غونډو سره لېوالتيا لري، خو دوی د ځای د نه‌شتون له امله مشاعرې په شخصي مېلمستونو کې جوړوي.

نوموړی وايي: "موږ ځای نه‌لرو، اکثره وخت په مکاتبو کې موږ مشاعرې کولې، چې هغه اوس مکاتبو کې هم مشکلات دي، دوی ځای نه‌راکوي، داسې وخت راغلی چې موږ به د خپل ملګري په کوټه کې مشاعرې کولې. نو دغه يو مشکل دی، چې د ځای مشکل زموږ غټ مشکل دی."

اخوا يو شمېر فرهنګيان او د ادب استادان وايي، اوس مهال د ادبي بهيرونو د کمرنګه کېدو يو لامل د امکاناتو نه‌شتون دی.

هلمند کې د نادعلي ادبي بهير شاعران
هلمند کې د نادعلي ادبي بهير شاعران

هلمند کې مېشت د پښتو ادبياتو استاد نذير احمد رښتينی وايي، تېر وخت کې د ادبي بهيرونو او او فرهنګيانو هڅونه او مالي ملاتړ کېده، چې له امله يې د بهيرونو غونډې هم تودې او فعاله وې.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "دلته په دربار کې يا که ووايم د حکومت له‌خوا ادباء، يا ليکوالان لمانځل کېدل، د دوی ډېر احترام کېدی، تشويق يې کېدی، وخت په وخت مجلسونه ورته جوړېدل، وخت په وخت بېلابېلو ولاياتو ته ددوی سفرونه تنظمېدل."

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د هلمند ادبي بهير ترڅنګ په نادعلي، مارجه، ناوه او ګرمسېر ولسواليو کې هم ادبي بهيرونه فعاله وو چې اوونيزې فرهنګي غونډې او مشاعرې به يې جوړولې، خو اوس يوازې د نادعلي ولسوالۍ ادبي بهير او مرکز لښکرګاه کې د څراغ په نوم ادبي او فرهنګي ټولنه فعاليت لري.

XS
SM
MD
LG