د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په جلال اباد کې د 'نرګس ګل' مشاعره وشوه


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نن د نرګس ګل مشاعره وشوه.

جلال اباد نن د نرګس ګل مشاعرې کوربه دی.

دا مشاعره نن د چهارشنبې د ورځې سهار پیل شوې او ویل کېږي چې تر ناوخته به دوام وکړي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استاد ډاکتر لعل پاچا ازمون په خبره، نرګس ګل مشاعره لومړی ځل په ۱۳۸۵ کال کې د ختیځو سیمو د لیکوالو او ژورنالیستانو د ټولنې په نوښت وشوه.

ننګرهار د نارنج ګل په نوم بله مشهوره کلنۍ مشاعره هم لري.

ازمون وايي، د نرګس ګل او نارنج ګل دواړو عمر ډېر لنډ دی او دواړه یو وخت راغوړېږي، نو ځکه لیکوالانو او شاعرانو دا وپتیله چې نرګس ګل ته هم د نارنجو ګل په څېر مشاعره ولري.

هغه زیاته کړه: "نو نرګس ځکه ورته وایي چې نرګس کې نرګسیت او هغه کیفیت چې دی هغه موجود دی او شاعرانو ډېر زیات یاد کړی دی او بل دا چې په ادب کې نرګس خپله یو اصطوره ده اوس بیا لیکوالانو او شاعرانو دا وپتیله چې دغه نرګس ګل راواخلي او په مشاعره یې بدله کړي او د نرګس دودیزه مشاعره شروع شي."

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد ډاکتر لعل پاچا ازمون
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد ډاکتر لعل پاچا ازمون

د ازمون په وینا، په تېرو کلونو کې به د نرګس ګل له مشاعرې وروسته سندریز بنډار او ټنګ ټکور هم و.

خو ښايي سږ کال ټنګ ټکور ونه لري، ځکه طالبانو په افغانستان کې موسیقي منع اعلان کړی او د شریعت خلاف عمل یې بولي.

د نرګس ګل سږنۍ مشاعره یوازې په دې توپیر نه ترسره کېږي بلکې ګډونوال په کې د بل لوی توپیر یادونه هم کوي.

د مشاعرې یو ګډونوال اجمل جنت ازادي راډیو ته وویل، سږنۍ نرګس ګل مشاعره کې ښځو ګډون نه درلود.

جنت وویل: "په دې مشاعره کې مېرمنې نه وې او یوازې نارینه وو په کې ونډه درلودله او د اسلامي امارت ترانه ویوونکو برخه په کې درنه وه."

د مشاعرې د ګډنوالو په وینا سږ کال د تېرو کلونو په څېر شاعرانو په ازاد ډول خپل شعرونه ونه شول ویلای، خو انتفادي شعرونه وو، هغه هم په ډېرو پوښلو الفاظو کې چې په اسانه څوک ورته متوجه نه شي.

د یادونې ده چې سږ کال د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې دا مشاعره داسې مهال جوړېږي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په نورو برخو د محدودیتونو تر څنګ د شعر په برخه کې هم محدودیت رامنځته کړ.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپل یوه مکتوب کې چې رسنیو سره یې شریک کړی و، په هغو شعرونه بندیز لګولی و چې له موسیقي سره یې شباهت درلود.

خو شاعرانو ورته غبرګون وښود او ویې ویل چې د طالبانو دا پرېکړه د ادبیاتو د سانسورولو په مانا ده او دا چې ټول شعرونه موزون دي او سندریز کېدلای شي، له دې امله د دې مکتوب عملي کېدل یې هم ناممکن بللي وو.

XS
SM
MD
LG