د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کوشاني څېړنو د مرکز د انتوګرافۍ موزیم مشر څېړوندوی فرید الله نوري نورستانی د څلوېښتو کلونو په عمر وفات شو.
نوموړي تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په یو روغتون کې ساه ورکړه او نن د کابل د ګوسفندرۍ په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه په جنازه کې چې نن یوه بجه وشوه ګڼو فرهنګي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو او د علومو اکاډمۍ غړو برخه اخیستې وه.
که څه هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هغه د مړینې په اړه د خواخوږۍ کوم رسمي پیغام نهدی خپور کړی خو د علومو اکاډمۍ پخواني رئیس ظاهر شکیب ازادي راډيو سره په خبرو کې نوموړی ځوان لرغون پېژندونکی وباله او وې ویل چې، په مړینه یې دا برخه خواره شوه.
ښاغلي شکیب وویل، استاد فریدالله نوري د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې پنځلس بېلابېل اثار لیکلي او خپاره کړی وو.
نوموړی وايي: "څېړوندوی فرید الله نوري نورستانی د افغانستان د علومو اکاډمۍ یو پیاوړی څېړونکی و، دی یو فرهنګي شخصیت و او د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې یې د لرغون پېژندنې، انتوګرافۍ او تاریخ په برخه کې یې مضامین هم تدریسول، نوموړي په پښتو او دري ژبه شاعري هم کوله او پنځلس بېلابېل اثار یې چاپ او خپاره شوی دي."
خو نوموړي د ارواښاد نوري د اثارو نومونه یې وانه خیستل.
ښاغلی شکیب وايي، د دې ترڅنګ د استاد نوري لسګونه علمي مقالې د هېواد په بېلابېلو چاپي رسنیو کې خپرې شوې دي.
د استاد نوري د مړینې په اړه د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو هم خفګان ښودلی او د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې یې د هغه د کار ستاینه کړې ده.
فرید الله نوري نورستانی پوره څلوېښت کاله وړاندې د لغمان په علینګار کې پیدا شوی، خو له اره د ختیځ نورستان اوسېدونکی و.
د هغه مورنۍ ژبه نورستاني وه خو تر ډېره یې اثار په پښتو او دري ژبه خپاره شوي دي.
هغه په کال ۱۳۸۰ د نورستان د ننګراج له لېسې فارغ شو او وروسته یې د کابل په پوهنتون کې لوړې زدهکړې وکړې.
استاد نوري له کابل پوهنتون په کادري نومرو تر فراغت وروسته په کال ۱۳۸۶ کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کوشاني څېړنو د مرکز علمي غړی وټاکل شو چې، تر مړينې یې د دغه مرکز د انتوګرافۍ موزیم د مشر په توګه دنده ترسره کوله.
څېړوندوی فرید الله نوري نورستاني ورونه او اولادونه نه درلودل او یوازې مېرمن او مور ترې پاتې شول.