د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د علومو اکاډمۍ: په هیواد کې باید د فرهنګي یرغل مخه ونیول شي


د علومو اکاډمۍ غړی استاد حبیب الله رفیع
د علومو اکاډمۍ غړی استاد حبیب الله رفیع
د افغانستان د علومو اکاډمي هلې ځلې پیل کړي چې؛ د ادبي سیمنارونو په مرسته پردې هیواد د فرهنګي یرغل مخه ونیسي.

د علومو اکاډمۍ غړي حبیب الله رفیع د یکشنبې په ورځ "په ادبي څېړونو کې د نویو لارو چارو د اړتیاوو" په نوم جوړشوي یو ورځینې سیمنار ته وویل؛ چې ایران پر افغانستان یو ډول فرهنګي یرغل یا تهاجم پیل کړی.

ده څرګنده کړه چې له هرې ممکنې لارې باید په افغانستان کې د ایران د فرهنګي یرغل مخه یې ونیول شي:

"ځوانان باید د ملي ژبو رسالتونه وساتي؛ ایران حکومت د خپل ملي هویت د ساتلو لپاره لغاتونه جوړوي؛ په تعلمي مرکز باندې یې د دانشګاه نوم ایښی؛ دا نومونه د هغوی د ملي هویت ښکارندويي کوي؛ موږ مکلف نه یو چې، هغه نومونه را انتقال کړو، نو باید د فرهنګي یرغل مخه ونیول شي."

د ښاغلي رفیع په خبره فرهنګي یرغل ډیر خطرناک دی او که یې مخه ونه نیول شي؛ په هېواد کې به ډیرې ستونزې پیدا کړي.

د افغانستان ولسمشر په ۱۳۹۱ لمریزکال کې د یوه فرمان په صادرولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارله چې؛ په درېیو میاشتو کې دې د ملي ژبو، لهجو، ملي اصطلاحاتو او د هېواد له معمولو ادبیاتو څخه نامانوسه بهرني اصطلاحات لري کړي.

دغه راز په دې فرمان کې ویل شوي وو چې؛ د ملي وحدت د ټینګښت، د غوره او منل شویو افغاني دودونو د رعایت او د دولتي او خصوصي رسنیو له لارې د هېواد د بډایه کلتور د انعکاس په برخه کې باید عملي اقدامات وشي.

د کابل ښاروالۍ هم تردې وړاندې څرګنده کړې وه چې؛ هڅه کوي د خپل توان او مسوولیت ترحده د پردیو د فرهنګي یرغل مخه ونیسي او د ملي یووالی لپاره هلې ځلې وکړي.

همدارازحبیب الله رفیع وویل، چې ادبي سیمنارونه کولای شي ژبې او ادبیاتو ته موثریت او ښکلا ور وبښي:

"د سیمنار هدف دا و څو ځوان محققین چې په ژبې او ادب باندې کار کوي؛ د دې لپاره چې څیړنې یې ګټورې او د اصولو سره برابرې وې، نو دوی ته نوی لارې چارې ورښودل کیږي؛ چې د هغو په واسطه ځیړنې مختصرې او معتبرې شي."

ښاغلی رفیع زیاتوي د ادبي غونډو له لارې لیکولانو او متخصصینو ته باید دا چانس ورکړل شي چې؛ د هغو ادبي طرحو اوشعرونو په اړه چې لا تراوسه نه دی څېړل شوی؛ د معیاري او آسانې څیړنې زمینه برابره کړي.

د فرهنګي او ادبي چارو څیړونکي په دې باور دي چې؛ د ایران او ځینو نورو هېوادونو فرهنګي یرغل په افغانستان کې پښتو؛ درې او نورو ژبوته د ګواښ ترڅنګ د دې هېواد ښه رواجونه او ارزښتناکه دودونه هم زیانمنوي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG