د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

کابل کې د "حیدرزاد" په نوم د مډرنو هنرونو موزیم پرانیستل شو


په کابل کې د حیدرزاد په نوم د «مډرنو» يا نویو هنرونو لومړنی موزیم پرانیستل شو.

د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافي موزیم تر څنګ د حیدرزاد په نوم په نوي جوړ شوي موزیم کې د استاد حیدرزاد هغه ۲۰۰ بېلا بېل هنري اثار چې نوموړي په امریکا کې په تېرو درېیو لسیزو کې جوړ کړي و نندارې ته اېښودل شوي.

په دغو هنري اثارو کې توږل شوي مجسمې، نقاشي، مډالونه او يو شمېر نور له نوښت ډک هنري اثار چې په امریکا او اروپا کې هم نندارې ته وړاندې شوي شامل دي.

د چهارشنبې په ورځ د دغه هنري موزیم د پرانېستې په مراسمو کې استاد امان‌الله حیدرزاد د خپلو هنري اثارو په اړه وویل چې دا يې، له پخوا نه يوه هیله وه چې هنري اثار په کابل کې نندارې ته وړاندې او ځوان نسل ترې يو څه زده کړي.

امان الله حیدرزاد
امان الله حیدرزاد

نوموړي زیاته کړه:

"زما ۲۰۰ اثار دي چې په‌کې، مجسمه سازي ده، نقاشي ده، د مډال جوړونه ده او ډيزاینونه دي، زما له کلونو نه دا هیله وه چې اثار مې وطن ته راوړل شي، زما هیله همدغه ځوانان دي چې دوی سره يوځای شي او د هنر له لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي."

ښاغلی حیدرزاد وايي چې په هېواد کې لکه څنګه چې په کار ده هنر او هنرمند ته توجه نه‌کېږي چې له امله‌يې هنري کارونه کم رنګه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي، په نېږدې څلورو لیسزو جنګونو کې له هېواده سلګونه تاریخي اثار بهرته قاچاق شوي او ګڼ شمېر یې د غیر قانوني کېندنو په نتیجه کې ویجاړ شوي.

تېر جګړو کې سلګونه تاریخي اثار بهر ته قاچاق شوي
تېر جګړو کې سلګونه تاریخي اثار بهر ته قاچاق شوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هڅو سره سره راپورونه وایي چې اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې د تاریخي اثارو د رایستلو لپاره غیر قانوني کېندنې کېږي.

لرغون پېژندونکي وایي چې افغان حکومت باید د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي او لرغونو سیمو او اثارو د خوندي کولو تر څنګ له هېواده بهر په غیر قانوني توګه وړل شویو اثارو د بېرته راوړلو لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د علومو اکاډمۍ مشره ثریا پوپل وايي، دوی خوښ دي چې د علومو اکاډمۍ په تعمیر کې دغه موزیم پرانیستل شو او دوی په راتلونکي کې غواړي چې د موډرنو هنرونو لپاره يو ځانګړی تعمیر هم جوړ کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"د افغانستان د علومو اکاډمۍ دغه اثارو ته په خپل زړه کې چې د اتنوګرافي موزیم کې چې له سلو کالو ډېر قدامت لري ځای ورکړی دی، د افغانستان د علومو او اکاډمۍ په راتلونکو کلونو کې په پام کې لري چې د مډرونو هنرونو لپاره يوه نوې ودانۍ جوړه کړي."

د اغلې ثریا پوپل د معلوماتو له مخې د دغه موزیم افتخاري مشري یې د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني ته ورکړې.

موزیمونه په ټولې نړۍ کې هغه مرکزونه دي، کوم چې د هماغې ټولنې د تاریخي ورثې او فلکلوري اثارو ساتنه کوي، د افغانستان موزیمونه یو مهال د سیمې د نورو موزیمونو په پرتله خورا بډای وو.

که چېرې په نړۍ کې د موزیمونو تاریخ ته تم شو، نو وبه ګورو چې سلګونه کاله نیسي، خو په افغانستان کې بیا لومړنی موزیم د امیر امان‌الله خان له‌خوا په باغ بالا کې جوړ شو.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG