د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د زابل د تاريخي ابداتو وروستۍ خښته هم نړېږې


Afghanistan – Zabul Province
Afghanistan – Zabul Province
د زابل اوسېدونکي وايي، په ولايت کې يې داسې تاريخي ځايونه شته چې لرغونتوب يې سلګونو کلونو ته رسېږي، خو وايي، دولت پام نه ورته کوي او تاريخي ځايونه هر کال يو يو له منځه ځي.

په دغه ولايت دا مهال يوازې د شېخ متي بابا او محمد هوتک مزارونه، د نازو انا کور، د کلات بالاحصار، د غشي منار او څو نور داسې ځايونه شته، چې سلګونه کاله وړاندې د زابل د عظمتونو، برم او دبدبې کيسې کوي، خو اوسنۍ خوارې ورځې ته په کتو يې سړی پوهېږي، چې په تېرو څو لسيزو کې څوک د بيارغوونې او ساتنې په موخه نه دی ور تېر شوی.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست د شېخ متي بابا مزار ته يوه اوسپنيزه لوحه جوړې کړې او اوس وايي، چې په دې هم کار کوي، چې دغه مزار ته دا ځل پر يوه مرمرينه ډبره د شېخ متي بابا نوم وليکي.

په دې سربېره د کلات بلاحصار چې په ډېرو وختونو کې، د هېواد د دفاع مورچل پاتې شوی، دا مهال پکې د سرتېرو پوستې او د مخابراتي شبکو انتونه ولاړ دي.

په بلاحصار کې د انتنونو د درولو لپاره کيندنو او د سرتېرو د پوستو جوړولو د ودانۍ نيمه نيم زاله دېوالونه هم له نړېدو سره مخ کړي دي.

د زابل يو تن ليکوال او شاعر عصمت الله عمري وايي، نه يوازې تاريخي ځايونه نړېږي، بلکې په دغه ولايت کې چې د کيندنو پر مهال چا ته هم تاريخي اثار په لاس ورغلي دي، هغه يې خوا شوې ده.

دی وايي، دوه کاله وړاندې په سيوري ولسوالۍ کې دوو تنو ته د ميرويس نيکه توره او د هغه وخت قران کريم لاسته ورغلي وو، خو نه يې دولت پوښتنه وکړه او نه يې هم دغه دوه اثار له هماغو کسانو څخه په موزيم کې د ايښودو لپاره يووړل:

"موږ ډېر تاريخي ابدات لرو چې مشهور يې د غشي رباط دی همدا شان د ميرويس نيکه کور وو، خو له بده مرغه په تېرو څو کالو کې هيڅ پاملرنه ورته نه ده شوې، که ووايم چې بېخې دغه ابدات ختم شوي دي هم مبالغه به مې نه وي کړې. تېر يو يا دوه کاله مخکې ما داسې کسان پېژندل، چې له هغوی سره د ميرويس نيکه توره او د هغه قران کريم وو، خو نه دولت هغه ورڅخه واخيستل او نه يې د هغوی پوښتنه وکړه."

د زابل ځينې اوسېدونکي په دغه ولايت کې د موزيم نه شتون هم د دې لامل بولي، چې ځينې موندل شوي تاريخي اثار هر چا په خپله خوښه له ځان سره ساتلي او يا يې له هېواده ايستلي دي.

د زابل يو تن بل فرهنګپال اسدالله وايي، د دغې سيمې اوسېدونکي هم تر ډېره د تاريخي اثارو په ارزښت نه پوهېږي.

دی وايي، که په خلکو کې دغه پوهه وای، د دولت له مرستې پرته هم تاريخي ځايونه او اثار خوندي پاتې کېدای شوای:

"تاريخي اثار دلته ډېر په بد حالت کې دي. د زابل بالاحصار تاسې کتلای شئ، دغسې د شېخ متي بابا زيات دی، د نازو انا کلا او د هوتک بابا مقبره هغه ابدې دي چې بېخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. نه دولت ورته پاملرنه کړې او نه يې د سيمې خلک په اهميت پوهېږي. موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې د دغو ابدو بيا رغوونې ته پام وکړي."

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالقيوم افغان هم مني چې، په تېرو لسو دوولسو کالو کې د دغه ولايت د تاريخي ابداتو ساتنې او له ورانېدو څخه ژغورنې ته هيڅ پام نه دی شوی.

دی وايي، تر تېرو اوو مياشتو پورې خو، د دوی په رياست کې د تارخي ابداتو د ساتنې مديريت لا بېخي فعال شوی نه وو.

د ده په خبره، په دې ورستيو کې يې يو ډلې ته دنده سپارلې ده، چې د زابل د تاريخي ځايونو په اړه مالومات را ټول کړي او بيا به يې بيا رغوونې او ساتنې ته مټې را بډوهي.

افغان وايي، نورې ادارې ورسره مرسته نه کوي، چې تاريخي ځايونه له نړېدو وساتل شي.
دی د بېلګې په توګه د کلات د بالاحصار يادوونه کوي:

"د ملي دفاع وزارت ته مو څو ځله وړانديزونه کړي دي، چې دغه ځای اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته را وسپاري، چې موږ يې د نړېدو مخه ونيسو او جوړ يې کړو، خو له بده مرغه چا مو په خبره پسې هيڅ سر نه دی ګرځولی، البته هلته يې د سرتېرو لپاره د رغونې چارو ته لا هم دوام ورکړی دی، چې له امله يې د بالاحصار تاريخي ازرښت په پرلپسې توګه له منځه ځي."

افغان زياتوي، په دې سربېره د زابل ځينې تاريخي ځايونه او اثار په داسې سيمو کې دي، چې هلته د ناامنيو له لاسه څوک نه شي ورتلای.

د ده په وينا، په همدغسې سيمو کې موندل شوي تاريخي اثار بيا د سيمې خلک له هېواده باسي او هلته يې پلوري، خو دی وايي، هڅه کوو په يوه نه يوه توګه يې مخه ونيسو.

د زابل نوم د املا او انشا په ليږ او ډېر بدلون سره، کله د يوه خپلواک هېواد په توګه، چې زياتې سيمې يې تر ولکې لاندې درلودې او کله د يو ولايت يا يوې سيمې په توګه د تاريخ په کتابونو کې ياد شوی دی.

د ځينو څېړونکو له نظره تر مېلاد څو سوه کاله وړاندې، زردشت د ستورو پېژندونکيو په مرسته د ځينو سيمو نومونه، د کال د فصلونو او موسمونو د ښودلو په موخه وا ړول او هماغه وخت يې دغه سيمه د زابل په نامه ياده کړه.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG