خبرونه
د برېتانيا حکومت د ۱۲ زره کډوالو پر غوښتنليکونو د غور پروسه چټکوي

د برېتانیا حکومت د افغانستان او څلورو نورو هېوادونو د ۱۲زره پناه غوښتونکو پر غوښتنلیکونو د غور پروسه چټکوي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې اقدام هدف دا دی چې، د افغانستان، سوریې، لیبیا، یمن او اریتریا د پناه غوښتونکو پر غوښتنلیکونو د غور موده را لنډه شي.
پر دې اساس به د پناه غوښتونکو امنیتي او جنايي سابقه وڅېړل شي، خو حضوري مرکه به ورڅخه نه اخیستل کېږي چې پروسه لنډه او چټکه شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغاني سرې مياشتې ټولنې ۱۸ په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره معرفي کړي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، نن دوشنبه یې په کابل کې ۴ روغتونونو ته په زړه سوري ۱۸ ماشومان د عملیات او درملنې لپاره معرفي کړي دي.
د دې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوۍ رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دا ماشومان د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.
د شرفزوۍ په خبره، د دې ماشومانو درملنه وړیا کېږي، خو لګښت یې د افغاني سرې میاشتې ټولنه ورکوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په زړه سوري د هر ماشوم په درملنه له ۸۰۰ امریکايي ډالرو تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو لګښت راځي.
تېره اوونۍ هم دې دې ټولنې ۱۸ په زړه سوري ماشومان کابل کې یو شمېر روغتونونو ته درملنې او عملیات لپاره معرفي کړي وو.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، تېرو نږدې ۸ میاشتو کې دوی پلازمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته په زړه سوري ۷۹۷ ماشومان د درملنې او عملیات لپاره ور پېژندلي دي.
د اوکراين پوځ په دونېڅک سيمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی

د اوکراین پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دونېڅک سیمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی او ویلې یې دي، روسي ځواکونو په ویجاړ شوي ښار بخموت او افیدیفکا کې تحرکات درلودل.
د دوی په وینا، د جګړې تمرکز بیا هم پر بخموت ښار و.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي، ځواکونو یې د بخموت ښار پر شاوخوا سیمو د روسیي پوځیانو ۶۰ بریدونه شنډ کړي دي.
اوکرایني چارواکي وایي، روسیه دغلته پر پوځي اهدافو، زېربناو او ملکي اهدافو بریدونه کوي چې خلکو ته د سر او مال زیان اړوي.
په دونېڅک او خارکیف کې د دوه ملکیانو د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی.
روسي اړخ لا د جګړې په تازه پرمختګونو تبصره نهده کړې.
ډېری افغان نجونو انلاين زدهکړو ته مخه کړې

په افغانستان کې پر نجونو د تعلیم د بندیز له دوام سره ګڼو نجونو انلاین زدهکړو ته مخه کړې، خو د راپورونو له مخې کمزوری انټرنیټ د دغو زدهکوونکو لویه ستونزه ده.
رویټرز اژانس په یوه تازه راپور کې د (رومي) په نوم د یوې انلاین اکاډمۍ یادونه کړې چې لومړی یې پنځوس خو اوس پنځه سوه افغان زدهکوونکې لري.
یو شمېر افغان زدهکوونکو له رویټرز سره په خبرو کې د سپیس ایکس له اجرایي مشر ایلن ماسک نه غوښتنه کړې چې د اوکراین او ایران په څېر دوی ته هم د سپوږمکۍ له لارې د انټرنیټ زمینه برابره کړي.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي له وړاندې بند کړي دي، خو تېره دسمبر میاشت کې یې د دوی پوهنتونونه هم تر دویم اعلان پورې بند کړل.
دوی وایي، له تخنیکي پلوه د نجونو د زدهکړو دوام ته لا زمینه نهده برابره شوې، خو نړیوال بنسټونه او د ښځو فعالانې بیا طالبان تورنوي چې نجونې او ښځې یې له عمومي صحنې ګوښې ته کړي.
نن د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې درېيمه شل اوريزه لوبه کوي

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونه نن شپه په خپلو کې درېیمه شل اووره مسابقه وکړي.
دغه مسابقه د کابل پر وخت دشپې اته نیمې بجې د شارجه د کرکټ په میدان کې پیلېږي.
افغانستان له پاکستان څخه د درېیو شل اووره مسابقو تاریخي لوبلړۍ په پرونۍ بریا سره ګټلې ده.
پاکستان په دویمه لوبه کې تېره شپه د ۱۳۱ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې دغه هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ.
دا لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د شلو اوورونو نړیوالې مسابقې کوي.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.
د جنوبي کوريا پوځ: شمالي کوريا دوه باليستيک توغندي توغولي

د جنوبي کوریا پوځ نن دوشنبه ویلي، شمالي کوریا له خپلو ختیځو سواحلو دوه بالیستیک توغندي ویشتلي دي.
د جنوبي کوریا لوی درستیز ویلي، دغه توغندي د هوانګه ولایت پر لوري ویشتل شوي او ۳۷۰ کیلومتره مزل یې کړی دی.
د جاپان د حکومت د معلوماتو له مخې داسې ښکاري، چې دغه توغندي د جاپان له انحصاري اقتصادي سیمې بهر لګېدلي دي.
د جنوبي کوریا پوځ دغه اقدام په کلکه غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه بللې ده.
تل ابيب کې د اسرائيل دفاع وزير د ګوښه کېدو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي

وروسته له هغې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپلې کابینې دفاع وزیر یوآف ګالنت له دندې لیرې کړ، په تل ابیب کې د پارېدلو خلکو اعتراضونه پیل شول.
د ټلوېزیونونو د راپورونو له مخې، په لسګونو-زره کسان د نتنیاهو د پرېکړې د غندلو لپاره، په دې لوی ساحلي ښار کې راټول شول.
د راپورونو له مخې په بیت المقدس کې بیا پارېدلو اعتراض کوونکو د نتنیاهو کور ته څېرمه د یوه تړل شوي سړک له خنډونو واوښتل.
دا لا معلومه نهده، چې په هغه وخت کې ۷۳ کلن صدراعظم په کور کې و، که نه، خو د هغه ګاونډیانو د خپل هېواد شین او سپین رنګه ملي بیرغ رپاوه.
د مسکو له لوري بېلاروس کې د اټومي وسلو ځای پر ځای کولو پلان په اړه نړيوال غبرګونونه دوام لري

د مسکو د هغو پلانونو په وړاندې چې په بېلاروس کې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کوي، د نړیوالو غبرګونونه دوام لري.
کییف دغه پلان غندلی او د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مسکو لهخوا له دغو وسلو د احتمالي کارولو د مخنیوي لپاره دې پرېکنده اقدامات وکړي.
ناټو پر پوتین د هغه څه په خاطر چې هغه یې د اټومي وسلو په اړه خطرناکه او غیرمسولانه ویناوې بللې، انتقاد وکړ او جرمني بیا د دغه اقدام د غندنې ترڅنګ ویلي چې، دا اروپایي ټولنې ته د اټومي وسلو د ورنږدې کولو لپاره یو اقدام دی.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل په یوه ټویټ کې وویل، بېلاروس په خپله خاوره کې د روسیې د اټومي وسلو پر ځای پر ځای کولو سره د اروپا امنیت ته غیرمسولانه ګواښ زیاتوي.
خو سپینې ماڼۍ ویلي، هیڅ داسې نښه یې نهده لیدلې چې روسیه دې، دې ته تیاری ولري چې اټومي وسلې وکاروي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې، په بېلاروس کې د اټومي تکتیکو وسلو ځای پر ځای کول د اټومي وسلو د پراختیا له اوسنیو تړونونو څخه سرغړونه نهده.
هغه ویلي، متحدو ایالتونو دا کار کلونه کلونه د خپلو متحدینو په قلمرونو کې کړی او روسیې او بېلاروس هم اوس موافقه کړې چې دغه کار به سرته رسوي.
بيبيسي فارسي راډيو له نږدې ۸۲کلونو فعاليت وروسته وتړل شوه

د بيبيسي د فارسي راډیو څانګه له نږدې ۸۳ کلونو فعالیت وروسته پرون یکشنبې وتړل شوه.
بيبيسي فارسي په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې، وروستی پروګرام یې چشم انداز بامدادي و چې په خپرېدو سره یې نور د دې راډیو غږ بند شو.
د بيبيسي فارسي راډیو د ۱۹۴۰ کال د ډسمبرپه ۲۸ رسماً په فعالیت پیل کړی و چې، په ایران، افغانستان او نوره نړۍ کې یې په ميلیونونو اورېدونکي درلودل.
بيبيسي د تېر کال په لومړیو کې اعلان کړی و چې، له دې وروسته تر ډېره بریده پر ډيجیټلي خپرونو تمرکز کوي او د دې خپرېدونکې شبکې یو شمېر څانګې به وتړي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د خدای پاماني په هغو مراسمو کې چې د بېسيسي په مرکزي دفتر کې جوړشوي و، د دې راډیو اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو ګډون کړی و او د خپلو خاطرو یاد یې تازه کړ.
د کډوالو عالي کمېشنري په ليرې پرتو سيمو کې قابلهګانو ته مسلکي زدهکړې ورکوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې قابلهګانو ته د مسلکي زده کړې د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي.
د افغانستان لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، په لیرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابلهګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نهلري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د امیندوارۍ ښو خدمتونو ته لاسرسی ولري.
دې کمېشنرۍ نهدي ویلي چې دغه پروګرامونه به په کومو سیمو کې تطبیقوي او څومره ښځو ته به د قابلګۍ مسلکي زده کړې ورکوي، خو یوازې دومره یې ویلي چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و، د ۲۰۲۰ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د زیږونې پر مهال له یولک امیندوارو مېرمنو ۶۲۰ یې مړې شوې دي.
تر هغه وروسته که څه هم په دې اړه کره شمېرې نهدي خپرې شوي، خو د افغانستان روغتیایي ناوړه وضعیت د مور او ماشوم پر روغتیایي خدمتونو هم ناوړه اغېز کړی دی.
يونېسف په لغمان ولايت کې سلګونه کورنيو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړی

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکوي.
یونېسف پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې سیدا په مرسته یې په لغمان ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي.
یونېسف ویلي، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره یې د برمو د اړتیا وړ برښنا لپاره څلور سوه سولري پنیلونه نصب کړي دي.
یونېسف ویلي، پاکې اوبه د خلکو ژوند ژغوري.