د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

افغانستان د ۲۰۲۴ کال کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه


افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال

افغانستان که څه هم په سږني نړیوال جام کې لکه څنګه چې ترې تمه کېده ونه لوبېد خو په نړیوال جدول کې د ښو نمرو او لسم مقام په لرلو وتوانېد چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته راساً ووځي.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړیوال جام به د امریکا او وېسټ انډیز په ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

مخکې اندېښنې وې چې د اسټرالیا په کوربه‌توب په اوسني نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ماتو او لغوه شویو لوبو ته په کتو ښايي افغانستان راتلونکی نړیوال جام د غوراوي سخت پړاو ته اړ وي.

اوس د کرېکټ د نړیوالې شورا د تازه درجه بندۍ پر اساس د روان نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره ټیمونو سربېره چې په‌کې هند، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلند، انګلستان، هالند، سرېلانکا او جنوبي افریقا شامل دي نهم او لسم ټیم هم راتلونکي نړیوال جام ته لار پيدا کوي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

نهم ټیم بنګله‌دېش او لسم ټيم افغانستان دی.

د کرېکټ کارپوه او مبصر قسیم هلال د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام د شاملو ټیمونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اته غوره لوبډلې راساً وتلي. په دې سربېره افغانستان او بنګله‌دېش هم چې نهم او لسم ټیمونه دي او ښه رنکینګ لري انتخاب شوي. په دې سربېره به دوه لوبډلې له افریقا، دوه له اسیا، دوه له اروپا، یوه له ختیځې اسیا او یوه له امریکا راځي. مجموعي شل لوبډلې کېږي. دا لوبې به ځکه ښې او خوندورې وي چې نوي ټيمونه به هم نړیوال جام کې وي او جالبې لوبې به وي."

د دې ترڅنګ ویسټ انډیز او امریکا د کوربه‌توب د امتیاز په خاطر نړیوال جام ته راساً وتلي او د لوبېدو حق لري.

د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام به شل ټیمونه په څلورو ګروپونو کې شامل وي او پنځه پنځوس لوبې به سره ترسره کړي.

افغانستان داسې وخت د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته مستقیماً لار پیدا کړې چې د اسټرالیا په کوربه‌توب په روان نړیوال شل اوریز جام کې يې درې لوبې وکړې. په انګلستان، سرېلانکا او اسټرالیا باندې یې خپلې لوبې بایلودې او له ایرلند او نیوزیلند سره لوبې یې د باران په سبب لغوه شوې.

XS
SM
MD
LG