د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

کرېکټ؛ افغانستان نن خپله وروستۍ لوبه له اسټراليا سره کوي


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د کرېکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن افغانستان له اسټرالیا او ایرلنډ له نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي.

لومړۍ مسابقه د ایرلنډ اونیوزیلنډ ترمنځ د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمې بجې پیلېږي.

حاضردمه نیوزیلنډ د منډو د اوسط د لوړوالي په خاطر د لومړي ګروپ د جدول په سر کې دی خو امتیازونه یې له انګلیستان او اسټرالیا سره برابر دي.

له همدې کبله نننۍ مسابقه ورته زیاته مهمه ده.

له بلې خوا ایرلنډ، چې ۳ امتیازونه لري د بري په صورت کې یې امتیازونه له درو نورو ټیمونو سره برابریږي.

د افغانستان او استرالیا لوبډلې به په اډیلایډ لوبغالي کې تر غرمې وروسته په دوولس نیمې بجې له یو بل سره مخامخ شي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال

د دې سیالۍ په اړه د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ټیم دې سیالۍ ته پوره چمتووالی نیولی او هیله ده چې د لوبې نتیجه به ښه وي."

افغانستان دوې سیالۍ بایللي او دوه یې د باران له کبله لغوه شوي دي.

خو استرالیا، چې د سیالیو کوربه هېواد دی، دوې يې ګټلي او یوه بایللې ده چې، بل پړاو ته د وتلو لپاره په ډېر توپیر له افغانستان د لوبې ګټلو ته اړتيا لري.

پرون په دوهم ګروپ کې پاکستان جنوبي افریقا ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه.

پاکستان ۱۸۵ منډې کړې وې چې نسبتاً لوړ هدف و، خو د جنوبي افریقا د بیټنګ پر مهال باران وشو او د اورونو شمېر ۱۴ ته راټیټ شو.

XS
SM
MD
LG