د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

افغان کرېکټ لوبډله په شل اوريز نړيوال جام کې د مخته تګ چانس لري؟


افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال

د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه هم د باران له امله لغوه شوه.

ټاکل شوې و چې نن جمعه افغانستان خپله درېیمه لوبه له ایرلنډ سره وکړي خو د باران له امله دغه لوبه لغوه شوه او دواړو ټیمونو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

خو ایا افغانستان په دې جام کې د مخکې تګ لپاره چانس لري؟

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میروس اشرف وايي، چانس هغه مهال ډېر و چې نننۍ لوبه له ایرلنډ نه ګټل شوي وای.

هغه د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، سره له دې چې په یاد جام کې افغان کرکټرانو له لومړۍ ماتې وروسته پاتې نورو لوبو ته پوره چمتوالی نیولی و خو وروستیو بارانونو یې د مخته تګ لاره سخته کړه.

د کرېکټ بورډ عمومي رئيس ميرويس اشرف
د کرېکټ بورډ عمومي رئيس ميرويس اشرف

نوموړي وويل: "اوس زموږ مخکې تګ یا سیمي فاینل ته وتل زه فکر کوم اوس تر ډېره ناممکنه غوندې شو ځکه اول نه زموږ ګروپ ډېر سخت او هغه مسابقې چې موږ ټارګېټ کړې وې چې ښه کرېکټ به ورسره وکړو او ترې وبه یې ګټو خو باران راخرابې کړې، زموږ اراده دا وه چې، یو یا دوه غټ ټیمونه په دغه جام کې مات کړو څو نړېوالو ته خپل کیفيت او کوالیټي وښېیو خو بارانونو زموږ هغه برخه هم نیمګړې پرېښودله."

دا د افغانستان دویمه لوبه ده چې د باران له کبله ځنډول کېږي، تر دې مخکې د نیوزلنډ سره یې لوبه هم د باران له کبله لغوه شوې وه.

افغانستان په خپل ګروپ کې په شپږم مقام کې دی او له دې وروسته به له سرېلانکا سره په اول د نومبر او اسټرلیا سره په څلورم د نومبر خپلې پاتې لوبې کوي.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

XS
SM
MD
LG