د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د افغانستان او ایرلند د کرېکټ نننۍ لوبه د باران له امله ځنډېدلې ده


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

تمه وه د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمو دا لوبه پیل شي خو د باران ورېدو او د هوا خرابولي وځنډوله.

کره نه‌دي ویل شوي چې لوبه به څه وخت پیلیږي خو که پيل هم شي ښايي اورونه یې لږ څه را کم شي.

افغانستان تر دې مخکې هم له نیوزیلند سره لوبه د باران له کبله له لاسه ورکړه او دواړو ټیمونو ته یوازې یوه یوه نمره ورکړل شوه.

ایرلند بیا د انګلستان په ماتولو سره په نسبتاً ښه موقف کې دی او د دې لوبې په ګټلو سره د دې چانس لا پسې زیاتوي چې مخکې پړاو ته لاړ شي.

نن به په دویمه لوبه کې کوربه اسټرالیا او انګلستان لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د اسټرالیا او انګلستان لوبه د کابل پر وخت ۱۲ نیمو بجو پیل شي.

پرون د نړیوال جام درې سیالۍ وشوې چې په‌کې د زېمبابوې لوبډلې پاکستان، هند نېدرلینډز (هالینډ) او جنوبي افریقا بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

د پاکستان تر ماتې وروسته اوس د هغې لوبډلې لپاره نیمه پایلوبو ته وتل پېچلي شوي دي.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریز کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

XS
SM
MD
LG