د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د افغانستان او نيوزلنډ کرېکټ لوبه د باران له امله ځنډېدلې ده


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د افغانستان او نیوزلنډ د کرېکټ لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د باران له کبله ځنډېدلې ده.

د کرېکټ د معلوماتو انلاین وېبپاڼې ( Cricinfo ) لیکلي، که باران په همدې کچه روان وي، ممکن د لوبې د اورونو شمېر به راکم شي.

لوبه د افغانستان په وخت د غرمې ۱۲ نیمو بجو ته پلان شوې وه.

د لوبې پچه هم لا نه ده اچول شوې.

که څه هم باران لږه شېبه و درېد او د لوبغالي د وچېدو کار پيل شو، خو له لږ ځنډ وروسته بېرته باران پیل او پیچ بېرته په ټکور وپوښل شو.

دا په دې نړیوال جام کې د افغانستان دویمه رسمي لوبه ده، افغانستان لومړۍ رسمي لوبه انګلستان ته بایللې ده.

نننۍ لوبه د استرالیا په مېلبورن لوبغالې کې کېږي.

د شل اوریز نړیوال جام د لوبو په دوام نن ایرلند له انګلستانه په پنځو منډو لوبه وګټله.

XS
SM
MD
LG