د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې افغانستان خپل سفر پای ته ورساوه


افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال

افغان لوبډله د جمعې په ورځ په خپل ګروپ کې له اسټرالیا سره د دې جام وروستۍ لوبه وکړه او ماتې يې وخوړله.

ټاس افغان لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې اسټرالیا ورته په ټاکلو شلو اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ د منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې بیا دغه هدف پوره نه‌شو کړای او د ۴ منډو په توپیره یې لوبه وبایلله.

سره له دې چې د کرېکټ یو شمېر مبصرین د افغان لوبډلې ورستۍ لوبه ډېره ښه یادوي خو د کرېکټ په نړیوال شل اوریز جام کې یې د مخکې تګ لاملونه په توپ وهنه کې جدي ستونزې بولي.

" په دغه نړېوال جام کې زموږ لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې زیاتې ستونزې درلودې"

د کرېکټ چارو څارونکي قیسم هلال ازادي راډيو ته وویل: "زما په اند په دغه نړېوال جام کې زموږ لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې زیاتې ستونزې درلودې چې په هغې باندې باید کار وشي، په ځانګړي ډول د پیل د توپ وهنې جوړه چې هیڅ مناسبه جوړه نه وه، ښه پیل يې نه لاره، سره له دې چې ځیني لوبغاړي ښه وځلېدل خو هغه څه چې په‌کار و په هغه ډول نه ځلېدل، د منځ لوبغاړي ډېر زیات بې پلانه لوبې ته راښکته کېدل، په وروستیو کې د لوبې ختمونکي لوبغاړي مو نه درلودل یا په نشت کې حساب ول، دغه برخه ډېره کمزورې و او باید ډېر کار پرې وشي."

افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له انګلستان، نیوزلنډ، ایرلنډ، سریلانکا او اسټرالیا سره ولوبېده.
افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له انګلستان، نیوزلنډ، ایرلنډ، سریلانکا او اسټرالیا سره ولوبېده.

هغه د کرېکټ په شل اوریز نړویوال جام کې دافغان لوبډلې سفر ته په اشاره سره وویل چې، دوه لوبې د باران له امله لغوه شوې خو په دوو نور لوبو کې باید افغان لوبډلې ښه توپ وهنه کړي وای.

خو د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ملي لوبډله د کرېکټ نړېوال شل اوریز جام ته له پوره چمتوالي سره تللې وه او په لوبو کې یې ډېره هڅه وکړه.

"تمه دا وه چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به یو شمېر هېوادونو ته ماتې ورکړي"

د دې بورډ ویاند فرید هوتک د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې چې کومې سیالۍ ترسره کړې ښې لوبې يې ترسره کړې، تمه دا وه چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به یو شمېر هېوادونو ته ماتې ورکړي خو د افغانستان دوه لوبې ترسره نه‌شوې او له انګلستان سره افغان لوبډلې ښه سیالۍ وکړه او ټولو کوښښ وکړ، له سرېلانکا سره هم افغان لوبډلې خپله مقابله لوبډله تر سخت فشار لاندې راوستې وه."

ښاغلي هوتک وویل، افغان لوبډله له نړېوال جام وروسته سرېلانکا ته د درې پنځوس اوریزه لوبو لپاره هم سفر کوي.

افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له انګلستان، نیوزلنډ، ایرلنډ، سریلانکا او اسټرالیا سره ولوبېده.

افغان لوبډلې په الف ګروپ کې له انګلستان، سرېلانکا او اسټرالیا نه ماتې وخوړه او نیوزلنډ او ایرلنډ سره لوبې د باران له امله مساوي اعلان شوې.

افغانستان په خپل ګروپ کې د دو نمرو په لرولو سره شپږم ځای خپل کړ.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

XS
SM
MD
LG