د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د کرېکټ نړيوال جام؛ اسټراليا افغانستان ته ماتې ورکړه


د اسټراليا او افغانستان لوبه
د اسټراليا او افغانستان لوبه

په اسټرالیا کې د کرېکټ د شل اوورونو د سیالیو په لړ کې کوربه هېواد اسټرالیا افغانستان ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او د توپ نیونې یا فیلډنګ پرېکړه یې وکړه.

اسټرالیا وتوانېد په ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړي.

افغانستان ونه توانېد هدف پوره کړي، یوازې یې ۱۶۴ منډې وکړې. دا په دغو مسابقو کې د افغانستان وروستۍ لوبه وه.

نن تر دې مخکې په لومړۍ مسابقه کې نیوزیلنډ وتوانېد ایرلنډ ته ماتې ورکړي.

نیوزیلنډ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۵ منډې وکړې، خو ایرلنډ ونه توانېد دغه هدف چې نسبتاً لوړ هدف و، پوره کړي.

د کرېکټ د نړیوال جام لوبې د اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه پیل شوې، چې پایلوبه یې د نوامبر پر ۱۳مه ده.

XS
SM
MD
LG