د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د کرېکټ نړيوال جام؛ سرېلانکا او هالنډ دويم پړاو ته لار پيدا کړه


د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سيالۍ
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سيالۍ

د سرېلانکا لوبډلې نن د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هالنډ ته د شپاړس منډو په توپیر ماتې ورکړه.

سرېلانکا په ټاکلیو شل اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او یو سل او دوه شپېته منډې یې جوړې کړې چې په ځواب کې هالنډ یو سل او شپږ څلوېښت منډې وکړې او نهه لوبغاړي یې وسوځېدل.

سرېلانکا د دې جام په پیل کې له نامیبیا څخه لوبه بایللې وه چې ډېرې تبصرې پرې وشوې، ځکه چې یو شمېر مبصرین په دې باور و چې سرېلانکا تازه د اسیا جام اتلولي خپله کړې ده نو په نړیوال جام کې به ډېره ښه ځلیږي.

نامیبیا بیا نن د یو دېرش منډو په توپیر له متحد عربي اماراتو څخه لوبه وبایلله.

متحده عربي اماراتو ته سرېلانکا تر دې مخکې د نهه اویا منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د نړیوال جام د لومړي پړاو د الف ګروپ دوهم ګټونکی هالند شو چې نن یې لوبه بایلوده، ځکه چې هالنډ له دریو لوبو دوې ګټلي، یوه یې بایللې ده.

متحد عربي امارات او نامیبیا له دې پړاو څخه اوټ شول.

د لومړي پړاو دوې نورې بریالۍ لوبډلې به سبا معلومې شي، په ب ګروپ کې سکاټلنډ، زیمبابوې، ویسټ اینډیز او ایرلنډ تر دمه سره مساوي غوندې دي یوازې د ډېرو منډو په حساب توپیر سره لري.

د دغو لوبډلو له منځه هر یوه یوه لوبه ګټلې، یوه بایللې ده، نو سبا به ایرلنډ له ویسټ اینډیز سره لوبه وکړي او سکاټلنډ به له زیمبابوې سره.

تر سبانیو لوبو وروسته به د شل اورونو د نړیوال جام کرېکټ لومړی پړاو بشپړ شي او د شنبې په ورځ به د دې جام د غوره لوبډلو پړاو پیل شي.

د دې پړاو لومړۍ لوبه د کوربه استرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ ده، بله لوبه د افغانستان او انګلستان ترمنځ کېږي.

XS
SM
MD
LG