د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره په افغانستان کې د یوناما نوې استازې ټاکل شوې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما نوې ټاکل شوې استازې روزا اوتونبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما نوې ټاکل شوې استازې روزا اوتونبایوا

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره نوې استازې ټاکلې، خو یو شمېر پخواني افغان ډیپلوماتان د یوناما تېر یو کلن ماموریت په افغانستان کې ډېر موثر نه بولي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوټرش په افغانستان کې د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا خپلې نوې استازې ټاکلې ده.

دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي چې اغلې اوتونبایوا به د دیبورا لاینز پر ځای د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه کار وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما مخکینۍ مشره دیبورا لاینز
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما مخکینۍ مشره دیبورا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مخکینۍ ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د اغلې لاینز څه باندې دوه کلن ماموریت تېره جون میاشت کې پای ته ورسېد.

کاناډایۍ ډیپلوماتې دېبورا لاینز د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۴مه له جاپاني تدامیچي یاماموتو وروسته دغه ماموریت پیل کړی و.

خو د ملګرو ملتونو دغې تازه ګمارنۍ ته بیا یو شمېر پخواني افغان ډیپلوماتان د شک په سترګه ګوري.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، په تېر یو کال کې د یوناما ماموریت هغه ډول چې ښایې ګټور نه و.

بارکزۍ وویل: "د یوناما ماموریت په افغانستان کې په تېر یو کال کې لوړې ژورې ډېرې درلودې. له بده مرغه زه نه شم ویلای چې دغه ماموریت یو کامیابه ماموریت و، ځکه چې هغه ارزښتونه چې په پام کې نیول شوي و او کوم پیغام چې له افغانستان نه تلله هغسې نه و. د دوی په راپورونو کې تر ډېره د طالبانو په کړنو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په نقض باندې او همداراز د افغانستان د خلکو غوښتنې په کې له سترګو لویدلې وې."

شکریه بارکزۍ
شکریه بارکزۍ

د بارکزۍ په وینا، په تېر یو کال کې د یوناما ماموریت یوازې له طالبانو سره د یو اړیکې تر کچې و او د بشري مرستو د څار په برخه کې هم هغه ډول چې تمه کېده دغه ماموریت کارنده نه و.

په ایران کې د افغانستان پخوانۍ سفیر عبدالغفور لېوال بیا ددغه ماموریت نقش په تېر یو کال کې له نشت سره مخامخ یادوي.

نوموړي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له هغې وروسته چې جمهوریت سقوط شو په افغانستان کې دیوناما نقش له منځه تللی. همدا اوس یوناما په افغانستان کې عملي نقش نه لري. ښايي د بشر مرستو د همغږۍ په برخه کې هغه هم په ډېر یو محدود حالت کې مصروفه وي، خو نور د حقوقي او یا هم د نړیوالې اجماع په اساس داسې یو بنسټ موجود نه دی."

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

لېوال په خبره، اوسمهال یوناما ماموریت په افغانستان کې یو واضح تعریف نه لري.

له بلې خوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنۍ استازولۍ بیا په خپل ټوېټر پاڼه اغلې اوتونبایوا ته مبارکي ورکړې او په افغانستان کې یې پر ګډ کار ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو سازمان په اعلامیه کې ویل شوي چې اغلې اوتونبایوا د ۲۰۱۰ نه نیولې تر ۲۰۱۱ پورې د قرغزستان ولسمشره وه او له هغه وروسته یې د وزارتونو او بېلابېلو ډیپلوماتیکو پوستونو په ګډون بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې نوموړې د دیپلوماسۍ، مشرتابه او ښاري مدیریت په برخه کې ۳۵ کلنه کاري تجربه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما نوې ټاکل شوې استازې روزا اوتونبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما نوې ټاکل شوې استازې روزا اوتونبایوا

د ملګرو ملتونو د اعلامیې پر بنسټ، اغلې اوتونبایوا له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۰ کال پورې د خپل هېواد پارلمان غړې وه، او ۱۹۹۱ کال کې یې د مرستیالې لومړۍ وزیرې په توګه کار کړی.

نوموړې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ کال پورې په جورجیا کې د ملګرو ملتونو مبصر ماموریت د مرستیالۍ دنده درلوده او تر دا وروستیو پورې یې د منځګړیتوب برخه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د لوړپوړو سلاکارانو د پلاوي غړیتوب درلود.

نوموړې د مسکو له دولتي پوهنتونه د فلسفې برخه کې لوړې زدکړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي چې اغلې اوتونبایوا په امریکا و او کاناډا کې د قرغزستان سفیره هم پاتې شوې.

XS
SM
MD
LG