د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۵

د چين او تايوان کړکېچ؛ تايوان نن پوځي تطبيقات ترسره کړل

د تايوان پوځي تمرينات
د تايوان پوځي تمرينات

په داسې حال کې چې د چین او تایوان ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی، تایوان نن پوځي تطبیقات ترسره کړل.

د تایوان پوځ وايي چې دا تطبیقات د کلنیو پوځي تمرینونو یوه برخه ده او پخوا پلان شوي وو.

تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته چین هم په سیمه کې پوځي تمرينات کړي وو.

تایوان ننني پوځي تطبیقات په داسې حال کې ترسره کړل چې ګاونډي چین یوه ورځ مخکې د تایوان په تنګي کې پراخ پوځي تطبیقات پای ته ورسول.

د تایوان په تطبیقاتو کې چې نن سهار د دې ټاپو په جنوبي څنډه کې وشول او یو ساعت وخت یې ونیو سلګونه سرتېرو او توپونو برخه درلوده.

د تایوان د اتم نمبر قول اردو ویاند فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې ددوی ځواکونو د دې تطبیقاتو پر مهال د هاوانونو او اور-غورځوونکو توغندیو ډزې وکړې.

تایوان د اګست په دوهمه هم په همدې سیمه کې ورته تطبیقات کړي وو.

د تایوان پوځ نن وویل چې دواړه تطبیقات مخکې پلان شوي وو، او د پېکېنګ د اقداماتو په ځواب کې نه دي ترسره شوي.

د قول اردو ویاند زیاته کړه چې دې تطبیقاتو دوه هدفونه لرل؛ لومړی د توپچي ځواک د کارولو لپاره د مناسبو شرایطو موندل او مراقبت یې او دوهم د تېر کال د تطبیقاتو د نتایجو څېړنه.

په دې سیمه کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي تېره اونۍ د کانګرس د پلاوي په سر کې تایوان ته سفر وکړ.

مېرمن پلوسي تر ټولو جګپوړې امریکايي چارواکې ده چې په څو لسیزو کې تایوان ته سفر کوي.

تایوان پر چین تور لګوي چې د پلوسي سفر یې هسې پلمه ګرځولې څو له دې پوځي تطبیقاتو څخه د تایوان د نیولو په هدف د تمریناتو په توګه کار واخلي.

چین تایوان د خپل قلمرو یوه بېله شوې برخه ګڼي او د دې ټاپو د بیا ترلاسه کولو لپاره د ځواک د کارولو احتمال هم نه ردوي.

د چهارشنبې په ورځ د تایوان په چارو کې د چین د حکومت دفتر وویل چې پېکېنګ به د خپل ګاونډي پر ضد د ځواک د کارولو احتمال رد نه کړي او دا د ځان حق بولي چې په دې برخه کې لازم تدابیر ونیسي.

د چین او تایوان اړیکي له تېره له ۲۰۱۶ کال راهیسې وروسته له هغه ترینګلي شوې چې څای اینګ وین Tsai Ing-wen د تایوان ولسمشر شو.

څای د هغې طرحې په راس کې دی چې پر تایوان د چین د مالکیت ادعا په رسمیت نه پېژني.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG