د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

نانسي پلوسي: امريکا د ټايوان له ډيموکراسۍ ملاتړ کوي


ټايوان ته د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي سفر
ټايوان ته د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي سفر

د امریکا د استازیو جرګې مشري، نانسي پلوسي ټایوان ته له رسېدو سره سم د ټایوان د څپانده ډیموکراسۍ ملاتړ وکړ.

چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، سیمې ته د مېرمن پلوسي د سفر په وړاندې خبرداری ورکړی و.

پیکنګ سمدستي دغه سفر وغانده او هغه یې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ویجاوړونکی وباله.

د امریکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي، د ټایوان پلازمېنې ټایپي ته له رسېدو سره سم له ټایوان سره د امریکا پیوستون څرګند کړ.

دغه سفر به چې چین یې له مخکې په وړاندې خبرداری ورکړی و، د پیکنګ او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا زیات کړي.

چین ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي.

د ټایپي په هوایي ډګر کې مېرمن پلوسي ته د هرکلي لپاره د ټایوان د بهرنیو چارو وزیر جوسیف وو او په ټایوان کې د امریکا جګپوړي استازې ساندرا اوډکیرک ورغلي و.

چین ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي.
چین ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي.

نانسي پلوسي وویل، دغه کتنه د ټایوان له څپانده ډیموکراسۍ څخه د ملاتړ په برخه کې د امریکا نه ماتیدونکې ژمنه په ډاګه کوي او زیاته یې کړه چې له ټایوان سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت نن ډېر مهم په دې دی چې نړۍ نن ورځ د استبداد او ډیموکراسۍ ترمنځ له یوه انتخاب سره مخامخ ده.

چین تایوان ته د امریکا د استازیو د جرګې د مشرې سفر سمدستي وغانده او ویې ویل چې هغه به په سیمه کې پر سولې او ثبات ویجاړونکی اغېز وکړي.

چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، سیمې ته د مېرمن پلوسي د سفر په وړاندې خبرداری ورکړی و.
چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، سیمې ته د مېرمن پلوسي د سفر په وړاندې خبرداری ورکړی و.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دغه سفر به د چین او امریکا د اړیکو پر سیاسي بنسټ ژوره اغېزه وکړي او هغه د چین ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په جدي توګه تر پښو لاندې کوي.

چین چې ټایوان د خپلې خاورې یو بېلتون غوښتونکی ولایت بولي او وایې که اړتیا وي د زور له لارې به یې بېرته له خپلې خاورې سره یو ځای کړي، له ټایوان سره د متحدو ایالاتو رسمي اړیکو ته په دې نظر ګوري چې غواړي د ټایوان خپلواکي چې څو لسیزې مخکې یې اعلان کړې، په دایمي بدله کړي.

خو واشنګټن د پیکنګ دغه ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG