نړۍ
نانسي پلوسي: امريکا به هيڅکله د ټايوان له ملاتړ لاس وانهخلي
د امریکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي نن د ټایوان په پلازمېنه ټایپي کې د خبرو پر مهال وویل چې متحدایالات غواړي ټایوان تل ازاد وي او امنیت ولري.
هغې وویل چې امریکا به هيڅکله د ټایوان له ملاتړ څخه لاس وانهخلي.
پلوسې د ټایوان پلازمېنې ټایپي ته له رسېدو سره سم له ټایوان سره د امریکا پیوستون څرګند کړ او ویې ویل له ټایوان سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت نن ځکه ډېر مهم دی چې نړۍ د استبداد او ډیموکراسۍ ترمینځ باید یو انتخاب ولري.
چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو د جرګې د مشرې سفر سمدستي وغانده او ویې ویل چې دا به د سیمې پر سوله او ثبات ناوړه اغېز وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
راپور: ایران هره اوونۍ د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کوي
د راپورونو له مخې، ایران د اګست له پیل راهیسې هره اوونۍ له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو شاوخوا ۳۰ او د بېړیو ضد توغندیو ۱۰ بریدونه کړي دي.
نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په دوهمه، راپور ورکړی چې د یوه لوېدیځ امنیتي چارواکي د محرمو معلوماتو له مخې، ایران هره اوونۍ لسګونه بېپیلوټه الوتکې او توغندي په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو توغوي، خو ډېری یې خپلو هدفونو ته نه رسېږي.
د دغه چارواکي په وینا، په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه څلور سوداګریزې بېړۍ د ایران د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
له بلې خوا، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د چهارشنبې په ورځ د ایران په دولتي تلوېزیون کې ویلي چې دوی هغه وړې بېړۍ په نښه کوي چې غواړي له هرمز تنګي تېرې شي او د تېرېدو مخه یې نیسي.
له هرمز تنګي د مایع ګاز د بار وړونکو کښتیو شمېر لوړې کچې ته رسېدلی
رویټرز د انرژۍ د بازار د څارونکو ادارو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د سپټمبر په میاشت کې له هرمز تنګي څخه د مایع طبیعي ګاز (ایلاینجي) د لېږدونکو کښتیو شمېر د امریکا او اسرائیل لهخوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د «ایساندپي ګلوبل انرژي» د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د مایع ګاز ۱۹ بار وړونکې کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې چې ۱۳ یې د قطر او شپږ یې د متحده عربي اماراتو وې. کپلر شرکت بیا د دغو کښتیو شمېر ۲۱ ښودلی دی.
له هرمز تنګي د مایع ګاز د لېږد زیاتوالی په داسې حال کې دی چې له دې اوبلارې د تېلو د لېږد کچه هم په وروستیو اوونیو کې لوړه شوې او د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل مخکې کچې ته نژدې شوې ده.
تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تېل او مایع طبیعي ګاز له هرمز تنګي تېرېدل.
سعودي ائتلاف: حوثیانو په مدینه کې د برېښنا پر ترانسفارمر برید کړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف، حوثي یاغیان تورن کړي چې د مدینې منورې د «مسجد نبوي» د برېښنا رسولو پر یوه مرکز یې د بېپیلوټه الوتکې برید کړی دی.
ائتلاف ویلي، برید د سېشنبې په ورځ شوی او د برېښنا یو ټرانسفارمر یې له کاره غورځولی، خو د ښار د برېښنا پر عمومي شبکې یې اغېز نه دی کړی. د ائتلاف ویاند ترکی المالکي دغه برید تروریستي بللی دی.
حوثیانو د سعودي ائتلاف دا ادعا رد کړې ده. په ورته مهال، ترکیې، پاکستان، قطر او عربي اتحادیې د مسجد نبوي د برېښنا پر مرکز برید غندلی دی.
ترمپ: که ایران د فلایدوبۍ الوتکې په پېښه کې لاس ولري، کلک ګوزار به ورکړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ خبرداری ورکړی چې که څرګنده شي ایران د فلایدوبۍ د هغې الوتکې په پېښه کې لاس لري چې اسرائیل ته روانه وه، پر تهران به کلک ګوزار وشي.
ترمپ د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په لومړۍ نېټه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د هغه د معلوماتو له مخې ښايي د الوتکې د مرستیال پیلوټ او ایران ترمنځ اړیکه موجوده وي، خو په دې اړه لا څېړنې روانې دي.
تر اوسه د ایران د لاس لرلو د احتمال په اړه کوم سند نه دی خپور شوی او د مرستیال پیلوټ د برید د انګېزې په اړه هم څېړنې دوام لري. ایراني چارواکو تر اوسه د ترمپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
فلایدوبۍ الوتکه چې له دوبۍ څخه تلابیب ته روانه وه، د چهارشنبې په ورځ د پیلوټانو ترمنځ له شخړې او د بېړني پیغام له استولو وروسته د سعودي عربستان د تبوک په هوايي ډګر ته کې ښکته شوه.
د بېاسناده کډوالو د ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو خبرې
د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې د دغې اتحایې له هېوادونو څخه د بېاسناده کډوالو د ایستلو او له نورو هېوادونو سره په دې هکله د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د ډنمارک د کورنیو چارو وزیر وايي، د کډوالو د ستنولو د مرکزونو د جوړولو هڅې «په ښه توګه پر مخ روانې دي».
ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ د دغو مرکزونو د جوړولو امکانات څېړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر هم د مقدماتي خبرو اترو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هیله لري لومړنی تړون د روان کال تر پایه نهايي شي.
د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د چارو مسئول ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د دې ټولنې د همکارۍ تمرکز د پاکستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو باندې دی.
د دې طرحې منتقدانو له بشري حقونو څخه د سرغړونو د احتمال او په دغو مرکزونو کې د کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
په اعدام محکومه کریستا تر دوو وژونکو پیچکاریو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه
د امریکا په تینیسي ایالت کې په اعدام محکومه ښځه کریستا پایک وروسته له هغه روغتون ته یوړل شوه چې د اعدام د اجرا پر مهال تر دوو وژونکو پیچکاریو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه.
کریستا پایک دېرش کاله مخکې د خپلې یوې ټولګیوالې کولین سلیمیر د شکنجې او وژنې په جرم په اعدام محکوم شوې وه.
په تینسي ایالت کې تېر ۲۰۰ کاله په کومې ښځې د اعدام حکم نه و اجرا شوی.
په امریکا کې د ښځو اعدام ډېره سابقه نه لري.
له ۱۹۷۶ کال راهیسې چې د امریکا سترې محکمې اعدامونه پيل کړي په څه باندې ۱۶۰۰ اعدامونو کې یواځې ۱۸ ښځې شاملې دي.
ولسمشر ټرمپ وايي له عراق څخه وتل داسې نه و لکه افغانستان چې د امریکا مهمات شاته پرېښودل شول او عسکر هم ووژل شول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستانه د راوتلو برخلاف امریکایي ځواکونه په منظمه توګه له عراق څخه ووتل.
سپینې ماڼۍ تېره شپه د ولسمشر ټرمپ بیان خپور کړی دی.
ولسمشر ټرمپ یاده کړې چې له عراق څخه راوتل داسې نه و لکه افغانستان چې ګڼ پوځي تجهیزات او وسایل شاته پرېښودل شول او ۱۳ امریکایي سرتیري هم ووژل شول.
امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پای ته ورساوه خو ولسمشر ټرمپ له هغه ځایه د راوتلو په بڼې او رامنځته شویو ګډوډیو باندې له اول سره نیوکې کړي دي.
هغه بیا په خپل تازه بیان کې له عراقه د امریکایي ځواکونو وتل بریالي او منظم بللي چې ورسره د ده په خبره په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د څه باندې دوو لسیزو حضور پای ته ورسېد.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق باندې پوځي عملیات پیل کړل.
دا عملیات د دوو نورو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جوبایډن په دوره کې هم تمدید او باالاخره په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ له خوا په رسمي توګه پای ته ورسېدل.
مسکو ناټو ته د اټمي وسلې د کارولو خبرداری ورکړ
مسکو ناټو ته خبرداری ورکړی که د روسیې له نورو برخو سره د دغه هېواد د کالینینګراد سیمې د اړیکې د پرې کولو هڅه وکړي، نو مسکو چمتو دی چې اټمي وسله وکاروي.
کالینینګراد د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې یوه سیمه ده چې د دغه هېواد له اصلي خاورې شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره واټن او د ناټو د دوو غړو، پولنډ او لیتوانیا، ترمنځ موقعیت لري.
روېټرز د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» راپور ورکړ چې دغه خبرداری ناټو ته په یوه غیر رسمي ډیپلوماتیک سند کې استول شوی دی.
په سند کې مسکو ویلي چې د کالینینګراد د «منزوي کولو» هر ډول هڅه ښايي د مستقیمې جګړې او حتی د ناټو د غړو هېوادونو د تصمیمګیرۍ په مراکزو د برید لامل شي.
ناټو د دغه سند ترلاسه کول تأیید کړي او ویلي یې دي چې د دې ائتلاف فعالیتونه او پوځي تمرینونه د روسیې لپاره ګواښ نهدي.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.
له برېګزېټ ۶ کاله وروسته؛ اروپایي ټولنې ته د بریتانیا د بېرته ستنېدو احتمال
د بریتانیا صدراعظم د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» اروپايي اتحادیې ته د دې هېواد د بېرته ستنېدو احتمال د «واقعي انتخاب» په توګه مطرح کړ.
انډي برنهام د بریتانیا لومړنی صدراعظم دی چې له برېګزېټ وروسته په ښکاره ډول اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو خبره کوي.
هغه له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي چې چمتو دی له بروکسل سره د لندن د اړیکو په اړه د ټولو انتخابونو ګټې او زیانونه په دقت وڅېړي او که د بریتانیا اکثریت وګړي یې وغواړي، نو اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو وړاندیز به وکړي.
د یوې نظر پوښتنې نتایج چې درې میاشتې مخکې ترسره شوې ښيي چې که ټولپوښتنه وشي، ۵۵ سلنه رأیه ورکوونکي به اروپايي اتحادیې ته د خپل هېواد د بېرته ستنېدو لپاره رأیه ورکړي.
بریتانیا د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې له یوې ټولپوښتنې وروسته په رسمي ډول له اروپايي ټولنې ووتله.
په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېد؛ امریکايي ځواکونه د اربیل له هوايي اډې ووتل
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د اربیل له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.
دې قوماندانۍ ویلي، په دې سره په عراق کې د داعش پر ضد د "نه ماتېدونکي هوډ" په نوم د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسېدلی او اوس د واشنګټن او بغداد اړیکې د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پړاو ته داخلېږي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د کردستان د پیشمرګه ځواکونو په ګډون عراقي امنیتي ځواکونه اوس دا وړتیا لري چې په خپلواکه توګه د دغه هېواد امنیتي ګواښونه مدیریت کړي.
خو د "نه ماتېدونکي هوډ" ګډ عملیاتي ځواک خپل فعالیت ته دوام ورکوي او مرکز یې اردن ته لېږدول شوی دی. امریکايي ځواکونه به په سوریه کې له ائتلافي او د سوریې له ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
د اربیل هوايي اډه په عراق کې د داعش پر ضد د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه وه او د شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي او ائتلافي سرتېرو یوه لویه برخه پکې مېشته وه.