د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۸

تایوان د چین له لوري د برید خبرداری ورکړ

د چین د نظامي تمریناتو انځور
د چین د نظامي تمریناتو انځور

تایوان وایي، چین داسې پوځي تمرینات پیل کړې دي لکه پر تایوان چې برید کوي.

د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي تېره اونۍ تایوان ته ولاړه او له دې سفره سره په یوه وخت چین دا تمرینات پيل کړل.

پیکنګ د اغلې پلوسي پر سفرسختې نیوکې وکړې او وایي چې تایوان بېل هېواد نه دی، د خاورې برخه یې ده.

د تایوان د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ، چې وسله وال پوځ یې چین ته خبرداری ورکړی دی.

دې وزارت پرون څرګنده کړه، چې د تایوان شاوخوا اوبو ته سمندري ځواکونه، هوا ته الوتکې لېږل شوې دي او د مځکنیو توغندیو سیستم فعاله شوی دی.

د تایوان د دفاع وزارت په باور، شل الوتکو او څوارلس پوځي بېړیو تر پرون ناوخته پورې د تایوان د کانال شاوخوا تمرینات کول.

تایوان د پیکنګ دا هڅې په سیمه کې سولې ته خطرناکه بللې دي او ویلي یې دي، چې د تایوان پوځ د جګړې په تکل کې نه دی خو چمتو دی چې د اړتیا په وخت هر تېري ته ځواب ورکړي.

د چین دفاع وزارت بیا ویلي دي، چې دا پوځي تمرینات یې د یوه پلان له مخې د تایوان شمال، جنوب، لویدیځ او ختیځ لور ته ترسره کړل، همداراز یې د سمندري او مځکني برید لپاره خپل سیستمونه وازموېل.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین تایوان ته نژدې د چین دا پوځي تمرینات غندلي دي او ویلي یې دي چې هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

د سپینې ماڼۍ یوه ویانده کارین جان پيیر
د سپینې ماڼۍ یوه ویانده کارین جان پيیر

د سپینې ماڼۍ یوه ویانده کارین جان پيیر تایوان ته د امریکا د استازیو جرګې د مشرې نانسي پلوسي د سفر په اړه د چین د غبرګون په ارتباط په واشنګتن کې خبرې غونډې ته وویل: "هېڅ داسې څه دلیل نه لیدل کېږي چې پیکنګ په داسې عمل لاس پورې کړي او وضعیت ګډوډ کړي. د امریکا د متحد ایالتونو سیاست نه دی بدل شوی، موږ د واحد چین سیاست غواړو او د استازیو جرګې مشرې دا حق درلود چې هلته سفر وکړي."

چین تایوان ته د یوې سرکش ولایت په سترګه ګوري او وایي، که اړتیا ولیدل شوه په زوره به یې هم بېرته له خپلې خاورې سره یوځای کړي.

پیکنګ له تایوان سره د امریکایي چارواکو رابطې ته په دې سترګه ګوري چې دا ټاپو به د ابد لپاره مستقل شي، خو امریکایي چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG