خبرونه
بایډن: که چین تایوان اشغال کړي نو امریکا به مداخله وکړي
د امریکا ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی، چې که چین تایوان اشغال کړي نو امریکا به مداخله وکړي.
ښاغلي بایډن وویل، چې د تایوان د ساتنې مسوولیت حتی تر اوکراین وروسته چې روسیې یرغل پرې وکړ، هم جدي دی.
بایډن پرون د مې په ۲۳مه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې، په یوه خبري غونډه کې دې پوښتنې ته چې که پر ټایوان برید وشي نو آیا امریکا به مداخله وکړي که نه، په ځواب کې وویل چې هو، دا د ده ژمنه ده چې مداخله به وکړي.
چین چې تایوان خپل یو ولایت ګڼي د بایډن څرګندونو ته سمدستي غبرګون وښود او د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بېن وویل، چین د خپلو ګټو په برخه کې له هېچا سره نه سازش کوي او چا ته امتیاز ورکوي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، چې د بایډن څرګندونې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښکارندويي نه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي
د ایران د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي.
د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دغه افغان چې د مخدره موادو اړوند جرم پخاطر څلورکاله مخکې نیول شوی او د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و، د زاهدان په زندان کې اعدام شو. د خبرپاڼې له مخې د اعدام شوي افغان نوم عبدالله جلالي ښودل شوی او ویل شوي چې هغه د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی وو. د دې بنسټ په خبره په دې وروستیو کې د افغانستان یوشمیرزیات اتباع د ایرانیانو منجمله بلوڅانو ترڅنګ د ایران په زندانونو کې اعدام شوې دي. پردغو اعدامونو د بشري حقونو ډلو تل انتقادونه کړي دي.
اوکراین په مسکو کې په برید کې د تیلو یوه تصفیه خونه په نښه کړې
اوکراین په مسکو کې په برید کې د تیلو یوه تصفیه خونه په نښه کړې.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ تایید کړه چې پردې تصفیه خونې چې د مسکو د سیمې د سونګ توکو برابرولو تر ټولو لویه تصفیه خونه بلل کیږي، برید شوی دی. هغه دغه پېښه د روسیې پر پلازمېنې د بې پيلوټه الوتکو یو پراخ برید وباله او ادعا یې وکړه چې ۱۸۰ بې پيلوټه الوتکې مسکو ته د نژدې کیدو پرمهال ویشتل شوې دي. خو د نوموړي په خبره یوشمیر بې پيلوټه الوتکې په جنوب ختیځ کې کاپوتنیا سیمه کې، تر تصفیې خونې پورې رسېدلې دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تایید کړې چې اوکرایني ځواکونو روانه اونۍ د دوهم ځل لپاره د مسکو د تیلو تصفیه خونه په نښه کړې ده. هغه پرخپله ایکسپاڼه ولیکل:" دا زموږ پر ښارونو او ټولنو د روسیې د بریدونو بشپړعادلانه ځواب دی، او د هغو تاسیساتو پر ضد زموږ د جنګیالیو د کار بله مهم لاسته راوړنه ده چې د روسیې د جګړې ماشین ملاتړکوي."
د طالبانو حکومت: روانه اونۍ ۴۸۵ نور افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد شول
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو د په سلګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۴۸۵ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم او سپین بولدک د دروازو له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي چې ۴۷۵ د تورخم او ۲۸ نور د سپین بولدک له لارې راستانه شول او د لازمو مرستو له ترلاسه کیدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول. د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالود خوشي کیدو له بهیرسره هممهاله په هغه هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرهم دوام لري.
ټرمپ وایي، ښایي وکولای شي له افغانستانه امریکایي وسلې او تجهیزات وباسي
د امریکا ولسمشرډونالډټرمپ یوځل بیا ټینګاروکړ چې له افغانستان څخه به پاتې ټول امریکایي پوځي وسایل او وسلې وباسي.
د فاکس نیوز د راپورله مخې ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي اوه سرمشریزې ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې وکړې چې ترډیره له ایران سره د هوکړې او د هغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه پرپوښتنو او ځوابونو متمرکزو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ښايي دی وکولای شي هغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې د امریکا پوځ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د جو بایډن (پخواني ولسمشر) د وتلو پر مهال پرېښي وو.
هغه یوځل بیا د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر کړنو نیوکې وکړې او د پخواني ډیموکرات ولسمشر پریکړې ته په اشاره یې وویل هغه پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي او لسګونه پوځي الوتکې، زرګونه ځمکني وسایط او له ۳۰۰,۰۰۰ څخه زیاتې وسلې پرېږدي.
د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال په جون کې، اټکل وکړ چې د ۷،۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لویدلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیرلا بشپړشوی نه وو، کابل ونیو.
نن پنجشنبې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې بیا را ولویدې
د ایران او امریکا د ولسمشرانو له خوا د هوکړې له لاسلیک وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې راولویدې.
د شمالي سمندرد برینټ اومه تیلوبیه ۱،۴ سلنه راولویده او د یوه بیرل بیه یې ۷۸ ډالراو ۴۲ سنټو ته ورسیده او او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیه ۱،۷ سلنه راولویده او د یوه بیرل بیه یې ۷۵ ډالر او ۴۷ سنټو ته ورسیده. د تیلو بیې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیلیدو سمدستي وروسته ۱۱۰ ډالرو ته ختلې وې. د هرمز له تنګي څخه چې د شوې هوکړې له مخې د سوداګریزو کشتیو پرمخ په بشپړ ډول پرانیستل کیږي، د کشتیو تګ راتګ ورو د پیلیدو په حال کې ده. د راپورونو له مخې د ایران پرتیلو بار درې کشتۍ له دغه بندرڅخه د خپل هدف پرلورخوځیدلي.
دا تنګی چې ترډیره حده ایران تړلی و، د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو مهمو لارو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه اومه تیل د همدې لارې له لارې لېږدول کېږي.
د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه د دواړو هیوادونو ولسمشرانو لاسلیک کړه
د امریکا او ایران ولسمشرانو هغه هوکړه لاسلیک کړه چې په منځني ختیځ کې جګړه پای ته رسوي او سمدستي عملي کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷ په فرانسه کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) له سرمشریزې وروسته د ورسايۍ په ماڼۍ کې د شمعو په رڼا کې د ماښامنۍ پر مهال دغه تفاهم لیک لاسلیک کړ. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې هغه ویډیو چې د سپینې ماڼۍ او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا په ایکسپاڼو کې شریکه شوې، ښيي چې ټرمپ دغه سند لاسلیکوي. نوموړي د لاسلیک کولو په مهال وویل: "دا اسانه نه وه." په داسې حال کې چې د کوربه هېواد د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او نورو مېلمنو چکچکې کولې.
مکرون پرخپله ایکسپاڼه ولیکل: "دا هوکړه د تلپاتې سولې لپاره لاره هواروي او له مخې یې د هرمز تنګي بیرته پرانیستل کیږي."
د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا هم هغه انځورونه خپاره کړل چې پکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړې د لاسلیکولو پر مهال ښکاري. په انځورونو کې د ایران ولسمشر د هوکړې پاڼې د کامرو پر لور نیولې چې د هغه او د امریکا د ولسمشر دواړه لاسلیکونه پکې ښکاري.
ټاکل شوې وه چې دغه هوکړه چې ۱۴ مادې لري، د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند
اسماعیل بقایي وویل چې که څه هم د دغې هوکړې لپاره نور رسمي مراسمو ته اړتیا نشته خو له مخکیني پلان سره سم به د دواړو هیوادونو پلاوي هلته په سویس کې وي او د خبرو اترو دوهم پړاو به پیل کړي.
اوچا: د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی حیاتي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی د هغوی لاسرسی حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لا محدودوي. دغه ادارې زیاته کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یوه لري.
د اوچا د افغانستان د برخې یوې مسؤلې، اولګا چیروکو، په یوه ویډیويي پیغام کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې د شاوخوا ۶۰۰ میندو د مړینې له ثبت سره، په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی. د هغې په وینا، روان بشري بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو کړې دي.
هغې د روغتیايي سیستم په چوکاټ کې د ښځینه کارکوونکو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل:
«مخ پر زیاتېدو اندېښنې شته چې د ښځو او نجونو پر عامه ګډون او کاري فرصتونو لګېدلي محدودیتونه به نه یوازې بشري مرستې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د ښځو او نجونو وړتیا به هم کمه کړي چې حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او ترې ګټه واخلي.»
اوچا ټینګار کړی چې د ښځو پر فعالیتونو او د کار پر فرصتونو محدودیتونه د بشري مرستو د رسولو بهیر او د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې
د روغتیانړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس دوه نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.
د دې سازمان د راپور له مخې، نوې پېښې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ او د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالي کې ثبت شوې دي.
د دغو ناروغانو د ناروغۍ نښې د اپرېل په ۱۴مه او د مې په ۷مه څرګندې شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې بومي پاتې دی.
د راپور له مخې، افغانستان د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو شپږ پېښې او پاکستان درې پېښې ثبت کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۱ او پاکستان ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د شمېرو له مخې، افغانستان سږ کال تر دې دمه ۳۴ مثبتې چاپېریالي نمونې او پاکستان ۹۰ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت کړې دي.
د ازبکستان ولسمشر: ټرانسافغان رېللارې به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره پرانیزي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې ویلي چې هېواد یې د ټرانسافغان رېللارې پر پروژه په فعاله توګه کار کوي. د هغه په وینا، دغه دهلېز به د سیمې هېوادونو ته جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او اسیا به له اروپا سره ونښلوي.
افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی و. د پروژې اټکلی لګښت ۴.۸ میلیارده ډالر ښودل شوی او موخه یې د سیمهییزې اقتصادي نښلونې پیاوړتیا ده. روسیې هم په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ترکیې د داعش خراسان یو مهم غړی نیولی
د ترکیې ملي استخباراتو (MIT) د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، احمد کازانجي، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسوولانو څخه و. نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته تللی او هلته یې د ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.
د سرچینو په وینا، کازانجي د جنګیالیو د جلب او لېږد په چارو کې هم رول درلود او غوښتل یې په غیرقانوني ډول بېرته ترکیې ته ستون شي، خو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.
ترکي چارواکي وایي، دې عملیاتو د داعش احتمالي پلانونه شنډ کړي او د دې ډلې د جلب او جذب شبکې یې افشا کړې دي.