په کندهار کې تېره شپه د زیاتو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو د یوې مېرمنې په ګډون اته ماشومان مړه او څلور نور ټپیان کړي دي.
سېلابونو دغه راز په ژړۍ، شاولیکوټ، ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو کې ګڼ کورونه تخریب کړي او په زرګونه جریبه د انګورو باغونه او کرهنیزه ځمکه لهمنځه وړې.
نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ: