د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د تېر جمهوري نظام ولسي جرګه له افغانستانه بهر خپلې ناستې پیلوي


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د عمومي غونډې یو انځور
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د عمومي غونډې یو انځور

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې دارالانشا وایي، راتلونکې میاشت به دوی خپلې ناستې په انلاین ډول پیل کړي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو او د تېر جمهوري حکومت له پاشل کېدو د څه باندې لسو میاشتو له تېرېدو وروسته، د تېر جمهوري نطام ولسي جرګه په انلاین ډول خپلې غونډې پیلوي.

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د دارالانشا مشر عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل، که څه هم جمهوریت ختم شوی او طالبان د دوی صلاحیتونه او فعالیت نه مني، خو په خبره یې دا ناستې به د پخوانۍ ولسي جرګې له غړو سره د دوی د موکلینو د ستونزو د شریکولو په هدف ترسره کېږي.

ښاغلي ځاځي ازادي راډیو ته وویل، چې دې انلاین ناستو کې به په هېواد کې دننه او بهر د ولسي جرګې د ۱۷ تقنیني دورې استازي برخه اخلي.

هغه وویل: "د دې پر ځای چې هر څه په ټپه ولاړ وي او ټول خواره واره وي، ښه به دا وي چې انلاین ناستې ولرو. هدف به یې همدا وي چې دوی به د افغانستان د اوسنیو حالاتو په اړه بحثونه کوي، د خپلو ولایتونو د موکلینو ستونزې به بیانوي او په دې کې به تر یو چت لاندې پرېکړې، وړاندیزونه، نیوکې او اعتراضونه کېږي. دا به د اوسني حکومت لپاره یوه ښه سرچینه وي چې هغوی به ترې خبرېږي چې داسې ستونزې شته."

ځاځی وایي، د دې جرګې په ناسته کې به دغه شان دوی د طالبانو حکومت او نړیوالو ته داسې طرحې برابرې او ورته به یې وړاندې کړي، چې له مخې یې وکړای شي په هېواد کې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او تحصلي برخو کې ستونزې حل شي.

نوموړي وویل، چې دا ناستې په راتلونکې میاشت کې عملًا پیل شي.

د ولسي جرګې د ودانۍ انځور
د ولسي جرګې د ودانۍ انځور

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو پر بیاځلي واکمنېدو سره لکه نور افغانان د پخوانۍ ملي شورا اکثره غړي هم له افغانستان ووتل.

د مخکینی جمهوري حکومت د ولسي جرګې د دارالانشا د دې پرېکړې په اړه مو د طالبانو د حکومت نظر وپوښت، خو مرستیال ویاند یې بلال کریمي ازادي راډیو ته یوازې دومره ولیکل چې "دا په غبرګون نه ارځي."

بلخوا د پخوانۍ ولسي جرګې یو غړی عبدالرووف شپون وایي، په دې ناستو کې به ګډون کوي او هدف به یې دا وي چې د طالبانو حکومت ته د خلکو غږ ورسوي.

ښاغلی شپون هیله من دیو چې دا ناستې د پخوانیو وکیلانو، سیاستوالو او طالبانو تر منځ اړیکې رامنځته او د جګړو مخنیوی وشي.

هغه وویل: "د دې لپاره چې افغانان سره یو لاس شي او د طالبانو او دغو خلکو چې له هېواده یې تېښته کړې، ترمنځ یې خبرې وشي، او طالبان دې ته اړ کړل شي چې د ولس خبرې ومني."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له وړاندې په ځلونو ویلي، چې د دوی حکومت اماراتي دی، رهبر یې قوانین تصویبوي، ټاکنو ته اړتیا نه شته او هڅه کوي چې په هېواد دننه د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي - هغه څه چې تر اوسه یې هم په اړه په کور دننه او بهر پراخې نیوکې موجودې دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړول یو مهم شرط مطرح کړی دی - خو طالبان وایي حکومت یې ټول شموله دی، هغه څه چې د طالبانو مخالفین یې یوازې د دوی تر ډلې پورې محدود بولي.

XS
SM
MD
LG