د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

طالبانو ۲ وزارتونه او ټاکنیز کمېسیونونه منحل کړي؛ دې پرېکړې غبرګونونه پارولي


د ټاکنیزو کمیسیون‌ونو لوګو ګانې
د ټاکنیزو کمیسیون‌ونو لوګو ګانې

د طالبانو سرپرست حکومت پرون د جمعې په ورځ (د مرغومې ۳مه) اعلان وکړ چې د مخکني حکومت دوه وزارتونه او د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیونونه یې منحل کړي دي.

د طالبانو د کابینې دې پرېکړې، په سیاسي او ټولنیزه کچه غبرګونونه راپورته کړي.

د سیاسي مسایلو کارپوه او په افغانستان کې د ناټو مخکني لوړپوړي کارکوونکي شفیق همدم ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له‌خوا د ډموکراټیکو ادارو لکه د ټاکنیزو کمېسیونونو لغوه کول به د نړیوالې ټولنې له ‌خوا د دوی د رسمیت پېژندنې موضوع لا پېچلي کړي.

د ده په خبره، طالبانو باید د افغانانو او نړیوالې ټولنې د باور خپلولو لپاره د دې کمېسیونونو د لغوه کولو پرځای، هلته لازم اصلاحات عملي کړي وای.

د سیاسي مسایلو کارپوه او په افغانستان کې د ناټو مخکنی لوړپوړی کارکوونکی شفیق همدم
د سیاسي مسایلو کارپوه او په افغانستان کې د ناټو مخکنی لوړپوړی کارکوونکی شفیق همدم

همدم وايي: "د طالبانو وروستۍ پرېکړه د ولسوالۍ او ډموکراټیکو بنسټونو پرضد د دوی روښانه پیغام دی. دا پرېکړه نه یوازې دا چې افغانان د ډموکراسۍ د راتلونکې په اړه مایوسه کوي، بلکې نړیواله ټولنه له طالبانو لا کرکې ته مجبوروي."

د طالبانو دې پرېکړې عام افغانان هم د راتلونکي حکومتوالۍ په اړه ناهیلي کړي دي.

دا پرېکړه نه یوازې دا چې افغانان د ډموکراسۍ د راتلونکې په اړه مایوسه کوي، بلکې نړیواله ټولنه له طالبانو لا کرکې ته مجبوروي.

کابل مېشتی روح‌الله تلاش وايي، د طالبانو دا پرېکړه د خلکو حقونو ته سپکاوی دی: "دا په اصل کې د ولسواکۍ اصل او د خلکو غوښتنو ته بې احترامي ده. په اسلام کې خلکو ته د رایو ورکولو حق ورکړل شي او کولی شي خپل زعیم په خپله وټاکي. د طالبانو دا پرېکړه غیرعادلانه ده. که د خلکو غوښتنو ته پام و نه کړي، کمېسیونونه بېرته فعال نه شي او خلکو ته یې حق ور نه کړل، بدې پایلې به ولري."

سید قریب‌الله بیا وايي، د طالبانو دا پرېکړه د خپل‌سري حکومتوالۍ لپاره لار پرانیزي او غواړي په دې کار سره، هغه ډول حکومتوالي وکړي چې دوی یې غواړي.

دی زیاتوي: "دا د خلکو لپاره د منلو نه ده او هېڅکله به یې افغانان و نه مني، نه به ورته احترام وکړي."

د طالبانو حکومت که څه هم د دوی د پرېکړې په اړه د خلکو نیوکو او غبرګونونو ته په ځواب کې څه نه وايي، خو زیاتوي، دا مهال د ټاکنیزو کمېسیونونو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د کار دوام ته اړتیا نه‌شته.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې پرېکړې لامل، اقتصادي بحران او په اوسني وخت کې د دې ادارو بې‌ګټې توب یاد کړ او وایي، که اړتیا پېښه شوه، بیا به یې جوړ کړي.

کریمي زیاته کړه: "دې دوو وزارتونو او دې دوو کمېسیونونو ته اړتیا نه‌شته، هرکله چې یې اړتیا شوه، بېرته به فعال شي. په همدې دلیل د اوس لپاره یې کارونه وځنډول شول."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې پرېکړې لامل، اقتصادي بحران ګڼي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې پرېکړې لامل، اقتصادي بحران ګڼي

هغه څه چې د طالبانو کابینې پرېکړه کړې، تمه ده چې د دې دوو لغوه شوېو کمېسیونونو او وزارتونو پرځای، یوه د مشرانو شورا او بله هم یوه عامه شورا جوړه شي، خو دا چې له عامه شورا څخه موخه ولسي جرګه ده که بل څه، د طالبانو حکومت په دې اړه وضاحت نه ورکوي.

خو له دې وړاندې یې ازادي راډیو ته ویلي، د عالمانو شورا به جوړه کړي، څو په هېواد کې د بېلابېلو ستونزو د حل په اړه مشوره ورکړي.

طالبان داسې مهال د ټاکنیزو کمېسیونونو او دوو وزارتونو د لغوه کولو پرېکړه کوي چې وړاندې یې هم د ښځو چارو وزارت د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر په وزارت بدل کړی.

له دې وړاندې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د لغوه کېدو راپورونه هم خپاره شوي چې د نړیوالې ټولنې له پراخ غبرګون سره مخ شو، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وروسته وویل، دا کمېسیون نه دی لغوه شوی او خپل کار ته به دوام ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې پر بنسټ، په ۱۳۸۳ کال کې د ټاکنو د مدیریت او ترې د څارنې په موخه جوړ شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ترڅنګ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم د ټاکنو د بهیر د لا ښه مدیریت او په دې بهیر کې د شوېو شکایتونو د څېړلو لپاره خپل کار ته دوام ورکاوه.

دې کمېسیونونو له جوړېدو وروسته، د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ۴ پړاوه ټاکنې کړي چې هر پړاو یې له یوه پراخ جنجال سره مخ و.

XS
SM
MD
LG