د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

طالبان: ۲ وزارتونه او د ټاکنو ۲ کمېسیونونه لغوه، خو ملي شورا به فعاله شي


د افغانستان ملي شورا
د افغانستان ملي شورا

طالبان وايي، د افغانستان ملي شورا به بېرته په فعالیت پیل وکړي، خو د شورا د څرنګوالي او دا شان د دقیقې نېټې په اړه څه نه وايي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره د پخواني حکومت د دوه وزارتونو او دغه شان دوه خپلواکو کمېسیونونو د لغوه کېدو په اړه په خبرو کې دا موضوع یاده کړه.

نوموړي وویل، کابینې پرېکړه کړې چې په پارلماني او د سولې په چارو کې د دولت وزارتونه او ترڅنګ يې د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونه لغوه شوي دي.

ښاغلي مجاهد د یادو ادارو او وزارتونو د کار کوونکو د برخلیک په اړه څه ونه ویل چې دوی ایا دوی به په نورو ادارو کې ادغام شي او که نه؟

نوموړي زیاته کړه، اوس مهال اړتیا ته په کتو او د اقتصادي ستونزو له امله یاد وزارتونه او ادارې لغوه شوي او د اړتیا پرمهال بېرته جوړېدای شي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي راتلونکي کې به د ملي شورا دواړه مجلسونه جوړېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي راتلونکي کې به د ملي شورا دواړه مجلسونه جوړېږي.

مجاهد وړاندې وویل: "د سولې چارو او د پارلماني چارو وزارتونه اوس مهال اړین نه بلل کېدل ځکه اوس مهال حکومت اقتصادي ستونزې هم لري او داسې ادارې چې کار يې نه وي او له وړتیاوو يې ګټه نه اخېستل کېږي، نو د حکومت په اوږو بارېږي، بل وزارت پارلماني وزارت دی چې د اړتیا له مخې جوړ شوی وو، خو راتلونکې کې شوراګانې جوړیږي، هم به د مشرانو شورا جوړیږي هم به عامه شورا جوړیږي او د اړتیا له مخې به ورته یو ریاست جوړیږي چې د دوی اړتیا پوره کړي او کنټرول يې وکړي."

ښاغلي مجاهد د عامې شورا په اړه څه ونه ویل چې ایا هدف يې ولسي جرګه ده او که کومه نوې شورا خو وړاندې له دې یې ازادي راډيو ته ویلي و چې علماوو شورا جوړوي چې په افغانستان کې به د بېلابېلو موضوعاتو د حل په اړه به مشورې کوي.

طالبان په داسې حال کې د دوه وزارتونو او دغه شان دوه کمېسیونونو د لغوه کېدو اعلان کوي چې دوی له دې وړاندې د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت د امر بالمعروف په وزارت بدل کړی دی.

یاد وزارت دنده لري چې اسلامي احکام پلي کړي.

د دې ترڅنګ څه موده وړاندې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د لغوه کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو چې په نړیواله کچه يې غبرګونونه راپارولي وو، خو ذبیح الله مجاهد وايي چې د بشر حقونو کمېسیون په خپل ځای دی او فعالیت ته به دوام ورکوي.

طالبانو د روان میلادي کال د اګسټ پر پنځلسمه د افغانستان واک په لاس کې واخیست او د سېپټمبر میاشتې په وروستیو کې يې د ملا محمد حسن اخُند په مشرۍ سرپرست حکومت جوړ کړو چې د کابینې غړي يې تر ډېره دیني عالمان او مولویان دي.

XS
SM
MD
LG