د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ملګرو ملتونو د ننګرهار په غني خېلو کې پر ملکیانو برید وغانده


آرشیف: د ننګرهار په غني خېلو کې د ملکیانو پر موټر د شوې چاودنې انځور
آرشیف: د ننګرهار په غني خېلو کې د ملکیانو پر موټر د شوې چاودنې انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د ننګرهار په غني خېلو کې پر ملکیانو برید غندلی او ویلي، چې باید دا حملې ژر تر ژره ودرول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما ویلي، د ملکیانو د هدف ګرځولو دوامداره حملې باید ژر تر ژره پای ومومي.

یوناما دغه څرګندونې د ننګرهار د ننني برید د غندنې په پار یوه بیان کې کړي دي.

دغه بیان کې چې د یوناما پر ټویټر خپور شوی راغلي، چې د ننګرهار په برید کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکیان ټپیان شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولانو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې چاودنه د غني خېلو ولسوالۍ په شیرګړ بازار کې د یوه محلي مسوول پر موټر شوې ده.

دوی ویلي، پېښه کې دوه تنه ملکیان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان ټپيان دي چې پنځه تنه طالبان هم په کې شامل دي.

سملاسي د پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر مازدیګر ناوخته د کابل د خواجه بغرا په سیمه کې د ملکیانو په یو موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په خبره دوه تنه ووژل شول.

دغه شان د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د سېکانو په ګوردواره د داعش وسله والو حمله وکړه، چې نږدې په سیمه کې جګړې نږدې پنځه ساعته دوام درلود.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې حمله کې د یو سېک په ګډون د دوه تنو د وژل کېدو او اوه تنه نورو د ټپې کېدو پخلی کړی وو.

XS
SM
MD
LG