د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

ناټو: لویدیځ اوکراین ته د پرمختللو وسلو ورکړې ته تیار دی


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وایي، لویدیځ دې ته تیار دی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې اوکراین ته نوې پرمختللې وسلې او مهمات ورکړي خو دا به یو څه وخت ونیسي څو د اوکراین پوځ د دغو نویو وسلو له استعمال سره بلد شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، عاجله اړتیا ده چې کییف ته نورې پرمختللې وسلې ورکړل شي خو له دغو وسلو د استعمال په اړه څرګندونو کې یې له احتیاطه کار واخیست او ویې ویل، چې ښایي د اوکراین پوځ له دغسې پرمختللو وسلو سره بلد نه وي او دا وخت غواړي.

ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پیل کې خبریالانو ته وکړې.

تر دې غونډې د مخه تمه کېده چې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې د شاوخوا پنځوسو هېوادونو د دفاع وزیران اوکراین ته د نورو وسلو پر لېږلو بحث وکړي.

یوه چارواکي وویل، چې د دې غونډې مشري به د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن کوي.

ناټو په رسمي ډول د یوه سازمان په توګه د تماس د ډلې په دې غونډه کې په دې خاطر ګډون نه کوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې له پوځي ښکېلتیا ډډه وکړي.

د اوکراین د دفاع د تماس په ډله کې د ناټو غړي او هم له ناټو بهر نور هېوادونه راټول شوي دي.

لویدیځ د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکراین د ملاتړ لپاره دې هېواد ته تراوسه ډېرې وسلې ورکړي خو کییف د درنو او پرمختللو وسلو غوښتنه کړې چې د روسیې د بې توپیره درنو توپچي بمباریو مخه ونیسي.

د ناټو عمومي منشي وویل، متحدین اوس د زړو وسلو او تجهیزاتو له مرحلې تېر شوي او اوکراین ته لیرې واټن ویشتونکې، د هوایي مدافعې پرمختللي سیسټمونه، عصري توپونه او درنې وسلې ورکوي.

هغه زیاته کړه: دا یو واقعیت دی، اوس چې موږ په حقیقت کې د شوروي د وخت له وسلو څخه د ناټو د پرمختللو وسلو پړاو ته داخلېږو نو یو څه وخت پکار دی چې اوکراینیان د دغو نویو سیسټمونو له استعمال سره بلد شي.

د ناټو عمومي منشي وویل، د ناټو مشران به د روانې میاشتې په پای کې د مادرید په سرمشریزه کې د اوکراین د ملاتړ لپاره پر یوه پراخ پلان موافقه وکړي چې پر اساس به یې دا هېواد وکولای شي چې خپل ځواکونه په اوږده مهال کې د ناټو پر معیار برابرو وسلو سمبال کړي.

XS
SM
MD
LG