د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د اوکراین ختيځ کې په یوه کیمیاوي بټۍ کې اور لګېدلی


د اوکراین د سیوییرودونیتسک سیمه کې د جګړې یوه صحنه
د اوکراین د سیوییرودونیتسک سیمه کې د جګړې یوه صحنه

د اوکراین په ختيځ کې د روسي ځواکونو د حملې په نتیجه کې په یوه کیمیاوي بټۍ کې اور لګېدلی.

د اوکراین د ختيځ لوهانسک سیمه ییز والي سیرهي هایدې د جون په یولسمه په ملي تلوېزیون کې د وینا پرمهال په ډاګه نه کړه چې ایا د ایزوت کیمیاوي فابریکې اور وژل شوی که نه خو وې ویل چې په سیوییرودونیتسک کې جګړه روانه ده، چېرته چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي څو روسي ځواکونه پر شا وتمبوي.

روسي ځواکونو پر دغه ښار پراخ بریدونه پیل کړي دي.

هایدې وویل، چې روسي ځواکونو د ستراتیژیک ښار شاوخوا ۹۰ سلنه کنټرول په لاس کې اخیستی خو اوکرایني ځواکونه د کیمیاوي بټۍ شااوخوا د دوی د مخنیوي هڅې کوي.

روسي پلوه جنګیالیو مخکې ویلي وو، چې دوی دا ځای نیولی او مخالف ځواکونه یې محاصره کړي.

د بېلتون غوښتونکو یوه چاوراکي رودیون میروشینیک، په ټیلیګرام انټرنیټي شبکه کې لیکلي: "په ازوت کیمیاوي فابریکه کې د اوکراین د جوړښتونو یوه کوچنۍ ډله نوره نه شي کولای چې له دې فابریکې څخه ووځي. د دوی د تېښتې ټولې لارې بندې شوې دي."

هغه ومنله، چې ملکي وګړي هم ښايي په دې فابریکه کې له جګړې پټ وي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د وسلو لېږد چټک کړي ځکه روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې ډېره برخه بمبار کړې.

زلینسکي د جون په لسمه په یوه ویډيويي پيغام کې ویلي، چې روسیه غواړي د دونباس هر ښار ویجاړ کړي.

جرمني چې د روسیې له یرغل راهیسې اوکراین ته د وسلو تر ټولو لوی عرضه کوونکی دی، د شپېګل مجلې په وینا د وسلو د صادراتو په اړه خپلو مقرراتو ته بیا کتنه کوي چې د اوکراین غوندي ډموکراسیو ته وسلې ورکول اسانه شي.

XS
SM
MD
LG