د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۰۴

زیلینسکي: د محصولاتو صادرېدو لپاره دې خوندي دهلیز پرانیستل شي


زیلینسکي د سینګاپور یوې غونډې ته د وینا پرمهال

د اوکراین ولسمشر وايي، که د روسیې د کلابندۍ له کبله اوکراین ونه شي کړای خپل کرنیز محصولات صادر کړي، نړۍ به له سختې قحطۍ سره مخامخه شي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، هېواد یې له متمدنې نړۍ سره خبرو ته چمتو دی، چې په دې فرصت کې، د کښتیو په وسیله د غله دانو د انتقال لپاره یو خوندي سمندري دهلېز پرانیستل شي.

زیلینسکي پرون شنبه د اوکراین له پلازمېنې کییف د سینګاپور یوې غونډې ته په یوه ویډیويي وینا کې وویل: "که د روسیې د کلابندۍ له کبله ونه کړای شو، خپل کرنیز محصولات صادر کړو، چې د نړۍ په بازارونو کې سخته اړتیا هم ورته لیدل کېږي، نړۍ به له قحطۍ او د غذايي موادو له سخت کموالي سره مخامخه شي، په ځانګړي ډول په اسیايي او افریقايي هېوادونو کې. د غذايي موادو کموالی د سیاسي کړکېچ سبب کېږي، چې د ډېرو دولتونو او سیاستوالو د نسکورېدو سبب کېږي. دا د روسیې اقدامات دي چې د نړۍ په بازارونو کې یې د اساسي موادو کموالی رامنځته کړی."

د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل او د اوکراین د میلیونونو ټنو په اندازه د غله جاتو تر کلابندۍ وروسته د نړۍ په بازارونو کې د غذايي موادو بیې خورا لوړې شوي، چې د نړیوال غذايي بحران په اړه یې اندېښنې ولاړې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه، چې په دې ټولنه کې دې د اوکراین غړیتوب ته لنډه لار پېشنهاد کړي، چې دا به د زیلینسکي په خبره د روسیې د غیرموجه یرغل پر وړاندې یو قوي ځواب وي.

د دې تر څنګ د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین د اوکراین پلازمېنې کییف ته د سفر پر مهال ولسمشر زیلینسکي ته وویل، د اروپايي ټولنې اجرایه چارواکي احتمالاً راروانه اوونۍ په دې ټولنه کې چې ۲۷ غړي لري د اوکراین د غړیتوب په اړه نظر ورکولو ته چمتو وي.

په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه د نظر ورکول به د یوې اوږدې پروسې پیل وي، چې په بالقوه ډول به په دې ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب سبب شي.

بلومبرګ خپرونې د ځینو چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستي راپور ورکړی، چې د ډنمارک او هالنډ له مخالفت سره- سره په پام کې ده اروپايي کمېسیون په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د کاندیداتورۍ د حالت ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG