د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

ناټو: روسیه پر فنلنډ او سویډن د برید توان ولري


فنلنډ او سویډن وروسته له هغه د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه، چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.
فنلنډ او سویډن وروسته له هغه د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه، چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.

د ناټو مرستیال مشر وايي، داسې نښې نښانې نه ویني چې روسیه به پر فنلنډ او سویډن د برید توان ولري.

د ناتو د عمومي منشي مرستیال وايي، چې په دې ټلواله کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب بهیر به ډېر وخت ونه نیسي او د ترکیې له توافق وروسته به د دې دوو هېوادونو غوښتنه عملي شي.

میرشیا جیووانا پرون په کوپنهاګن ښار کې د ډیموکراسۍ په نوم غونډې ته په وینا کې وویل چې اوس مهال فنلنډ او سویډن ته د روسیې له لوري کوم ګواښ نه ویني.

هغه زیاتوي: "موږ هېڅ داسې نښې نښانې نه وینو چې روسیه به پر دې دوو هېوادونو چې په ناټو کې د غړیتوب هیله لري د برید توان یا نیت ولري. همداراز په دې موده کې د احتمالي خطرونو پر وړاندې باید محتاط او فعال واوسو خو دا مهال هېڅ راز حقیقي خطر نه راته ښکاري."

فنلنډ او سویډن وروسته له هغه د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه، چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.

دواړه هېوادونه چې روسیې ته نژدې پراته دي وېرېږي چې روسیه به برید پرې وکړي.

که دا دوه هېوادونه د ناټو غړي شي، د روسیې لپاره به پردوی برید کول ګران وي ځکه چې د ناټو د قانون د پنځمې مادې په اساس د ناټو پر یوه غړي برید پر ټوله ټلواله د برید په معنا ده.

خو ترکیه په ناټو کې د فنلنډ او سویډن له غړیتوب سره مخالفه ده.

اوسمهال له ترکیې سره چې د ناټو غړې ده خبرې روانې دي، چې د دې دوو هېوادونو له غړیتوب سره له مخالفت څخه لاس واخلي.

په پام کې ده چې د جون په ۲۸ د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ناټو د سرمشریزې په اجنډا کې پر اوکراین د روسیې د یرغل ترڅنګ په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه بحثونه هم شامل وي.

XS
SM
MD
LG