د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

جو بايډن له ناټو سازمان سره د فنلنډ او سويډن د يو ځای کېدو هرکلی وکړ


د امريکا ولسمشر جو بايډن
د امريکا ولسمشر جو بايډن

بایډن پرون په سپینه ماڼۍ کې د فنلند او سویډن له مشرانو سره وکتل او دا هېوادونه یې " لویې دیموکراسۍ" او " د لوړې کچې وړ ملګري" یاد کړل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، دا یې ویاړ و چې پرون یې د سویډڼ د صدر اعظمې مګدالینا اندرسن او د فنلند د ولسمشر ساولي نینیستو هرکلی وکړ.

بایډن ویلي، له دغو مشرانو سره یې سپینه ماڼۍ کې د دوی د ارزښتناکه غوښتنې په تړاو خبرې کړي دي، هغه غوښتنه چې په ناټو سازمان کې د دغو پخوانیو بې پلوه هېوادونو د غړیتوب په اړه ده.

بایډن د نړۍ په تر ټولو پياوړي دفاعی سازمان ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنې کلک ملاتړ څرګند کړ.

بایډن وویل، دولت به یې نن د دغو هېوادونو د غوښتنې راپور خپل کانګرس ته وړاندې کړي او هغوی باید د ناټو سازمان پراختیا تایید کړي.

بایډن وویل، فنلنډ او سویډن د ناټو د غړیتوب ټولې اړتیاوې پوره کړي او په خبره یې له ناټو سره د اروپا د شمال د دغو هېوادونو یو ځای کېدل به د متحدانو امنیت لا ټینګ کړي.

سویډن او فنلنډ د ناټو په سازمان کې د غړیتوب له رسمي غوښتنې مخکې ویلي، دوی پر اوکراین د روسیې یرغل اړ کړل چې په دغه پوځي سازمان کې داخل شي.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين
د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين

بل لورته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا د اروپا په ختیځ کې د ناټو پراختیا ته اندېښمن دی او هغه پر اوکراین د جګړې توجیه هم پر دې کړې چې ګواکې ناټو ته نژدې کېده.

فنلنډ هم لکه اوکراین له روسیې سره د ځمکې اوږده پوله لري او سویډن بیا له روسیې سره سمندري سرحد لري.

د روسیې ولسمشر ویلي، ناټو سازمان باید پراخ نه شي، خو د امریکا ولسمشر یې په ځواب کې ویلي، له ناټو سره یو ځای کېدونکي نوي هېوادونه هیچا ته ګواښ نه پېښوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان

پر روسیې سربېره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یو ځای کېدو مخالفت کړی دی.

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو ویلي، دی به د ترکیې له ولسمشر سره خبرې وکړي او هغوی ته به له خپله اړخه د امنیت ډاډ ورکړي.

اردوغان سویډن او فنلنډ دواړه د ترهګرو ملاتړي هېوادونه بللي، د هغه اشاره د کردستان کارګر ګوند ( پي.کې.کې) ملاتړ ته وه، چې په فعالیت یې بندیز لګیدلی دی.

XS
SM
MD
LG