د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

اوکراینی پوځ د روسیې د نویو بریدونو شنډولو لپاره د تیارۍ په حال کې دی


خارکییف کې اوکرایني پوځیان
خارکییف کې اوکرایني پوځیان

د اوکراین پوځ نن بیاهم د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې د نویو حملو لپاره د تیارۍ په حال کې دی.

د اوکراین پوځ وايي، چې د دې هېواد د دوهم لوی ښار خارکییف په شاوخوا کې د روسي ځواکونو د حملو د شنډولو عملیات د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

د اوکراین د کورنیوچارو وزارت سلاکار وادیم دیني سینکو وايي، که څه هم نن سهار وختي په خارکییف ښار کې د روسي الوتکو د هوايي حملو اړوند د خبرتیا زنګونه کړنګېدل خو د ده په وینا اوکرایني پوځیانو په شمالي جبهه کې پرمختګ کړی او حتی د روسیې سرحد ته نږدې شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي پرون ناوخته په یوه وینا کې وویل، چې د دې هېواد پوځ په دونباس سیمه کې د روسیې د نویو حملو د شنډولو لپاره د تیارۍ په حال کې دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

زیلینسکي زیاته کړه، اشغالګران لاهم نه غواړي دا ومني چې پر هغه سړک روان دي چې د بېرته راستنېدو لار نه لري.

د اوکراین د ولسمشر یوه مرستیال اولیکسي اریستو ویچ ویلي، د اوکراین د پوځ له دفاعي اقداماتو وروسته روسيې خپل ځواکونه له خارکییف څخه ایستلي او دونباس ته یې استولي.

نوموړی زیاتوي، هغه سرتېري چې په شاتګ یې کړی، په ختیځ کې د لوهانسک خوا ته استول شوي دي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ ویلي، چې دا جګړه هسې چې روسیې غوښتل پرمخ نه ځي.

ستولتینبیرګ پرون د دې ټلوالې له جګپوړو ډیپلوماتانو سره په برلین کې د کتنې پرمهال وویل اوکراین دا جګړه ګټلی شي او د ناټو غړي باید د کییف پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ
د ناټو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ

له بلې خوا ناټو په پام کې لري چې نن ناوخته په استونیا کې پوځي تمرینات پیل کړي.

دا د ناټو تر ټولو پراخ تمرینات دي چې دوه اونۍ به دوام وکړي او د فنلنډ او سویډن په ګډون چې د ناټو غړي نه دي د لسو هېوادونو ۱۵ زره سرتېري به ګډون په کې وکړي.

فنلنډ او سویډن پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د یوه تاریخي اقدام په ترڅ کې پرون تایید کړه، چې غواړي د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.

همداراز د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیران به نن په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین د وضعیت او پر روسیې د بندیزونو په اړه بحث وکړي.

د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر دیمیتري کولیبا به هم په دې غونډه کې حاضر وي.

XS
SM
MD
LG