د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۳

ناټو د روسيې سرحدونو ته د ور نزدې کېدو هيله لري

ستولتنبرګ وایي چې د سویډن او فنلنډ له غړیتوب سره به دا هڅې بشپړې شي
ستولتنبرګ وایي چې د سویډن او فنلنډ له غړیتوب سره به دا هڅې بشپړې شي

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، د سويډن او فنلنډ له غړيتوب وروسته ناټو هيله‌منه ده چې د روسيې تر سرحدونو به ور نزدې شي.

سويډين او فنلنډ له روسیې سره ګډه پوله لري.

د ناټو سرمنشي هیله ښکاره کړه چې ترکیه به د سویډن او فنلنډ له غړیتوب سره مخالفت ونه کړي.

ینس ستولتنبرګ پرون د سویس په داوس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره به دا تړون لارې چارې ولټوي.

د ناټو د غړیتوب لپاره پکار ده چې د دې تړون د ټولو دېرش غړیو هېوادو موافقه وي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو وویل، چې نن به د فلنډ او سویډن پلاوی انقرې ته ولاړ شي څو ترکیه وهڅوي چې د دې دوو هېوادو د ناټو د غړیتوب له مخالفته لاس واخلي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې نن چهارشنبې به له سویډن او فنلنډ سره په انقره کې خبرې پيل شي.

د ناټو سرمنشي په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته پرون د خبرو پر مهال د اوکراین د جګړې په تړاو د ناټو مسوولیت ته هم اشاره وکړه.

نوموړي وويل: "د ولسمشر پوتین جګړه په اوکراین کې د اروپا سوله ولړزوله. دا لوبه بدلوي. یوازې د اروپا د امنیت په برخه کې نه، د نړیوال نظم په برخه کې. ناټو د روسیې د تیري په وړاندې دوې اساسي دندې لري. یوه دا ده چې د اوکراین ملاتړ وکړي او بله دا چې پرې نه‌ږدي چې جګړه پراخه شي"

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې تېر کال په ډسمبر کې ولسمشر پوتین ناټو ته خبرداری ورکاوه چې د اروپا له ختیځه په شا شي او د دې لپاره چې د ناټو د پراختیا مخه ونیسي جګړه یې پیل کړه خو اوس ناټو د روسیې سرحدونو ته نوره ورنژدې شوې ده.

ستولتنبرګ بیا وویل چې فنلنډ او سویډن تاریخي پرېکړه کړې ده چې له ناټو سره یو ځای کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG