د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

روسي ځواکونو د اوکراین د سویرو دونېڅک ښار پر ډېره برخه ولکه ټینګه کړې


د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولکساندر موتو زیانیک وايي، چې په ختیځ ښار سېویرو دونېڅک کې درنې جګړې اوس هم روانې دي.
د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولکساندر موتو زیانیک وايي، چې په ختیځ ښار سېویرو دونېڅک کې درنې جګړې اوس هم روانې دي.

اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو د ختیځ سویرو دونېڅک ښار د ټولو پلونو له الوځولو وروسته اوس د دې ښار پر ډېره برخه ولکه ټینګه کړې.

د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولکساندر موتو زیانیک وايي، چې په ختیځ ښار سېویرو دونېڅک کې درنې جګړې اوس هم روانې دي خو نوموړي تایید کړه چې د روسيې پوځ د توغندیو د بېلابېلو ډولونو په ګډون، د ځواکمن توپچي قوت په مټ اوس د دې ښار پر مرکز ولکه ټینګه کړې ده.

موتوزیانیک وویل، چې د روسي ځواکونو د پلیو قطعو سرتېرو ته په دې جګړه کې درانه تلفات اوښتي خو د توپچي او هوايي ځواک په مرسته لاهم پرمختګ ته دوام ورکوي.

اوکرایني ځواکونو مخکې ویلي و، چې په سویرودونېڅک ښار کې پاتې خلکو ته د اکمالاتو لارې بندې دي او له هغه ځایه د ملکي وګړو اېستل ناممکن شوي ځکه روسانو واړه درې اساسي پلونه چې دا او څېرمه ښار- لیسي چانسک سره نښلوي، الوځولي دي.

د لوهانسک د پوځي ادارې مشر آزادۍ راډیو ته وویل، چې له دې پلونو کار اخیستل اوس امکان نه لري او هغه خلک چې په دې سیمه کې اوسي، له ډېر سخت حالت سره مخامخ دي.

که سویرو دونېڅک او لیسي چانسک ښارونه سقوط وکړي نو روسیه به د ټولې لوهانسک سیمې اداره په لاس کې واخلي، ځکه د دې سیمې ډېری برخې لا له مخکې د روس پلوو بېلتوپالو په ولکه کې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا وویل، چې د دونباس سیمې جګړه به په اروپا کې او د اروپا لپاره د خونړیو جګړو په تاریخ کې ثبت شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

زیلینسکي زیاته کړه، چې اوکرایني ځواکونه د روسیې د ډېرو پرمختللو تجهیزاتو او په تېره د پیاوړو توپچي سیسټمونو پر وړاندې په تش لاس جګړه کوي.

هغه یوځل بیا له لویدیځو متحدانو غوښتنه وکړه چې له اوکرایني سره د درنو وسلو د پرمختللو سیسټمونو مرسته وکړي.

د اوکراین ولسمشر وویل، اوکرایني ځواکونه د هرراز حملو د شنډولو وس لري خو که کافي درنې وسلې او عصري توپچي سیسټمونه ترلاسه کړي.

د زیلینسکي یوه جګپوړي سلاکار میخایلو پودولیاک هم پرون د غبرګولي ۲۳مه د روسیې او اوکراین د پوځي ځواک د انډول کولو او د جګړې د پای ته رسولو په هدف له لویدیځو متحدانو څخه د درنو وسلو او تجهیزاتو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG