د اوکراین د لوهانسک د سیمې لوړپوړی چارواکی وایي، چې روسي ځواکونه په ختیځ ښار سیورو دونیڅک کې ټول پلونه الوځولي او په ښار کې د بند پاتې شویو کسانو وضعیت ډېر خراب دی.
د اوکراین د ختیځ سیورو دونیڅک ښار ټول پلونه ویجاړ شوي او په دې ښار کې د پاتې کسانو وضعیت ډېر خراب دی.
دا خبره د لوهانسک د سیمې پوځي مشر ازادي راډیو ته وکړه.
سیرهي هایډې وویل، ټول پلونه ویجاړ شوي او ناممکنه ده چې ښار ته دې کوم شی ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه، چې د خلکو تخلیه هم ناشونې ده.
ویل کېږي په دې ښار کې چې روسیې ځواکونو پرې په وروستیو ورځو کې حملې زیاتې کړې وې، په زرګونو کسان بند پاتې دي.
سیرهي هایډې وویل، روسي ځواکونو د دې ښار د ګازو، اوبو او برښنا ټول بنسټیز تاسیسات ویجاړ کړي دي او هم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته شوي دي.
د هایډې په خبره د روسیې پوځ په اوس وخت کې د سیورو دونیڅک د ښار په اویا تر اتیا سلنه برخې کنټرول لري.
د روس پلوه بیلتون غوښتونکو یوه مهم مشر اډوارډ باسورین له دې مخکې ویلي و، وروسته له هغې چې روسي ځواکونو د سیورسکي دونیڅک د سیند پر غاړه له څنلګوري ښار لیسچانسک سره نښلول شوی وروستی پل والوځاوه، په واقعیت کې د سیورو دونیڅک ښار ټول بند شوی دی.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز تر دې مخکې ویلي وو، چې روسي ځواکونو په بوهورودیچني کلي چې د سیورو دونیڅک په شاوخوا پنځوس کیلومترۍ کې پروت دی، د پښې پل ټینګ کړی دی.
د دې کلي په نیولو سره روسي ځواکونه په ښه دریځ کې دي چې پر سلویانسک چې تر ټولو لوی او مهم ښار دی، برید وکړي.
د باسورین په قول مسکو پلوه ځواکونو پر دې ښار بریدونه پیل کړي دي.