د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۸

طالبان اوسنی بانکي سیستم اسلامي بانکدارۍ ته اړوي


د افغانستان بانک مرکزي دفتر
د افغانستان بانک مرکزي دفتر

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مرکزي بانک غواړي په دغه هېواد متعارف بانکي سیستم اسلامي بانکدارۍ ته واړوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا لس میاشتې کېږي، اوس د طالبانو په مشرۍ مرکزي بانک غواړي په دغه هېواد کې روان بانکي سیستم اسلامي بانکدارۍ ته واړوي.

د د مرکزي بانګ ویاند صابر مومند د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د شریعت په بورد کې د اسلامي بانکدارۍ او د پلي کېدو په اړه یې هر اړخیز بحث شوی، اسلامي بانکدارۍ په نورو هېوادونو کې عملي شوې، دغه پروسه په افغانستان کې که څه هم وخت غواړي خو په تدریجي ډول به عملي کېږي."

خو مومند په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

دا مهال په افغانستان کې د مرکزي او نورو بانکونو ډېری فعالیتونو په متعارفه بڼه ترسره کېږي خو د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو سره اوس هڅې روانې دي چې دغه سیستم اسلامي بانکدارۍ ته واړول شي.

متعارفه بانکداري، په ګټه ولاړه بانکداري ده، چې د بانک ګډونوالو ته ګټه د ټاکلي وخت په پام کې نیولو سره ورکول کېږي خو اسلامي بانکداري د اسلامي احکامو پر بنسټ او د سود ورکړې خلاف بانکداري ده.

د اقتصادي چارو پوه عبدالله واحدیار بیا وايي: " که د اسلامي بانکدارۍ سیستم عملي کېږي باید له هغو هېوادونو سره چې اسلامي بانکداري عملي کوي اړیکې او سوداګري زیاتې شي. مهم ټکی داد دی چې دغه سیستم باید په سمه توګه پلی شي."

واحدیار د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د ترکیې هېواد مثال وړاندې کوي او وايي، چې اسلامي بانکداري باید د هغه هېواد په څېر پلې شي.

XS
SM
MD
LG