د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونی او ایمنډ مشورتي ګروپ په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هڅې پیل کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که په هېواد کې اسلامي بانکداري پراخه شي، نو د هېواد پر ټولو دولتي او خصوصي بانکونو به د خلکو باور زیات شي.
د دې خونی مرستیال خانجان الکوزي د سې شنبې په ورځ کابل کې د اسلامي بانکدارۍ له لارې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا په نوم جوړ شوي کنفرانس ته وویل، دا چې زیاتره خلک اوس بانکونو ته نه ځي او حسابونه نه پرانیزي، يو لامل یې د ده په خبره، د اسلامي بانکدارۍ کمښت او په بانکونو د خلکو بې باوري ده.
ښاغلي الکوزي دا شان وویل چې اسلامي بانکداري د خصوصي سکټور په وده او پرمختګ کې هم مهم رول لوبولای شي.
ښاغلي الکوزي وویل:
"اسلامي بانکداري په خصوصي سکټور لوی اغېز لري، دا اوس هم چې زموږ بانکونه له ستونزو او ننګونو سره مخ او خلک ورته نه ورځي، اصلي لامل یې دا دی چې خلک له دې وېرېږي چې دلته سود دی، حرام او نور مسایل دي، نو که اسلامي بانکداري مروجه شي، دا ستونزه به حل شي."
په اسلامي بانک کې فعالیتونه د اسلامي معاملو د فقې په بنسټ ترسره کېږي او اساسي اصل د یوې معاملې څخه د لاس ته راغلي سود او گټې ویشل او د سود ورکولو څخه ډډه په ځانگړې توگه، له مخکې ټاکل شوې گټې څخه.
خو د نړۍ د مروجې بانکدارۍ په نظام کې بیا په بانکي حسابونو کې جاري حساب، سپما، د معیادي امانتونو حسابونه او د پانګې حسابونه شامل دي چې د جاري حسابونو پرته نورو حسابونو ته گټه ورکول کېږي.
د اسلامي بانکدارۍ متخصصین وايی، ګټه د اسلامي بانکدارۍ او د نړۍ د مروجې باندکدارۍ ترمنځ بیلوونکی حد دی، په دې معنا چې په اسلامي بانکدارۍ کې د گټې نرخ یا سود جواز نه لري او په سنتي بانکدارۍ کې د گټې له نرخ څخه د گټې د یو بنسټیز عامل په توګه استفاده کېږي.
په ورته وخت کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د ایمنډ مشورتي کمپنۍ رئیس فریدون روستايي وویل چې د دوی هدف په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې عامه پوهاوی او په دې برخه کې سوداګرو ته معلومات ورکول دي، څو له دې لارې په افغانستان کې اسلامي بانکداري پراخه شي.
ښاغلي روستایي زیاته کړه:
"زموږ اصلي هدف اسلامي بانکداري او په دې برخه کې د پرتو ستونزو هواري ته کار کول دي، دا شان په دې برخه کې ظرفیت جوړونه هم زموږ د کار برخه ده، د دې کنفرانس د جوړولو اصلي هدف همدا دی چې د افغانستان سوداګرو ته اسلامي بانکداري معرفي شي."
په تېرو څو کلونو کې يو شمېر هغه بانکونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د اسلامي بانکدارۍ څانګې يې فعالې کړي، خو د سوداگرۍ او صنایعو خونې د مسؤلینو په خبره، يو شمېر خلک اوس هم د دیني حساسیتونو په وجه، له دې خدمتونو گټې اخېستنې ته چمتو نه دي.
راپور: واصل وصال