شااوخوا ۱۷ کاله وړاندې کله چې د افغانستان اساسي قانون کې ازاد بازار ومنل شو، په دغه هېواد کې اوسنی عصري بانکي سیسټم رامنځته او په فعالیت یې پیل وکړ.
تر ډېره تمه دا وه چې بانکي سیسټم به د افغانستان اقتصادي وده چټکه او ستر بدلونونه به رامنځته کړي، خو د بېلابېلو لاملونو ترڅنګ روانې جګړې، لکه د نورو برخو په څېر بانکداري هم اغېزمنه کړې ده.
تر۲۰۱۰ میلادي کال په افغانستان کې بانکي سیسټم پراخ شو او د سیمې په کچه افغانستان چټکه اقتصادي وده خپله کړه چې په همدې کلونو کې د دغه هېواد اقتصادي وده ان تر ۱۱ سلنه لوړه شوه.
که څه هم د افغانستان بانک او د بانکونو اتحادیه بانکونو ته د وګړو د لاسرسي په اړه څه نه وايي، خو د افغانستان بانک پخوانی مرستیال خان افضل هډوال وايي چې اوس مهال تر پنځلس سلنه افغانان بانکداري ته لاس رسی لري.
ښاغلی هډوال زیاتوي: "په هغه وخت کې چې موږ بانک کې دنده درلوده، له ۱۲ تر پنځلس سلنه افغانانو بانکونو ته لاس رسی درلود چې تر نننه هم همدا شمېرې دي، یعنې دولسو تر پنځلس سلنې پورې افغانان له بانکونو ګټه اخلي."
اوس مهال په ټول افغانستان کې ۱۳ دولتي او خصوصي بانکونه فعالیت لري چې تر ډېره د پیسو لېږد رالېږد او همدا شان د دولتي مامورینو د معاشونو د ورکړې چارې سمبالوي.
اقتصادي کارپوهان وايي چې بانکونه له نورو خدمتونو سربېره باید خلکو ته د کار او بار لپاره واړه او لوی پورونه ورکړي، خو خان افضل هډوال وايي چې دمګړۍ په افغانستان کې فعال بانکونو یوازې لس سلنه واړه پورونه ورکوي، خو د بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې کچه په ۲۰۱۰ میلادي کې هغه وخت چې کابل بانک له اقتصادي ماتې سره نه و مخ شوی ۶۰ سلنه ته رسېده.
ازادي راډیو سره د افغانستان بانک او د بانکونو اتحادیه په دې اړه معلومات نه شریکوي
په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هغه وخت کابل بانک له دیوالي کېدو سره مخ شو چې ونډه والو یې د بانک له پانګې پیسې و ایستلې.
د اقتصادي او بانکي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، کله چې کابل بانک له اقتصادي ماتې سره مخ شو، نو په افغانستان کې پر بانکي سیسټم د خلکو باور ته لوی زیان ورسېده.
دوی وايي، د افغانستان بانک چارواکو په بانک د نه کنترول او له کابل بانک سره احساساتي چلند، د نړیوالو له لوري په افغان حکومت د سیاسي فشار د زیاتوالي له امله کابل بانک له دیوالي کېدو سره مخ شو.
د دغو کارپوهانو له ډلې وحیدالله غازي خېل وايي، په افغانستان کې چې کوم بانکونه فعالیت لري لومړی معیاري نه دي او بل په هر ځای کې څانګې نه لري.
نوموړی زیاتوي: "هغه اسانتیاوې چې د نورې نړۍ په بانکونو کې دي د افغانستان په بانکونو کې نشته، په هرځای کې څانګې نه لري، ماسټر کارډ یې نه یا کم کار کوي، کله چې اکاونټ خلاصوې په ستونزمن ډول خلاصېږي، زه باوري نه یم چې ۱۵ سلنه خلک دې ورته لاس رسی ولري، بلکې له دې به هم ښکته وي."
دی وايي، بانکداران په خلکو او خلک په بانکدارانو باور نه لري، نه هم بانکونه د ډېرو پورونو ورکړې ته زړه ښه کوي او نه هم خلک په اساني پورونه اخلي.
تر ډېره په افغانستان کې د بانکدارۍ مسولیتونه صرافان مخ ته وړي، صرافان وايي، د بانکونو پرځای خلک په صرافانو زیات باور لري.
د شهزاده سرای صرافانو ټولنې د رهبرۍ شورا غړی امین جان خوستی وايي، نوي سلنه صرافان پولي خدمتونه وړاندې کوي: "صرافان نږدې ټول افغانستان ته لاس رسی لري، په ګوډ ګوډ کې د پیسو خدمتونه وړاندې کوي، د بانکونو پرتله نوي سلنه خدمتونه وړاندې کوي، خلک په صرافانو باور هم کوي او خدمتونه یې هم چټک دي."
د ډسمبر څلورمه د بانکونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، هرکال دا ورځ په نړۍ کې د دې لپاره نمانځل کېږي چې د بانکي ستونزو هواري ته د مسؤلینو او چارواکو پام ډېر شي.
د اقتصادي او بانکي چارو کارپوهان وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د بانکدارۍ سیسټم ښه وغوړېږي، په بانکي سیسټم د خلکو باور یو ځل بیا تازه شي، نو لازمه ده چې له بانکي سیسټم سره سیاسي چلند ونه شي او د افغانستان بانک چې په نورو بانکونو د نظارت چارې په غاړه لري، پاک او مسلکي کسان په کې په دندو وګمارل شي.
دوی ټینګار کوي چې باید په افغانسان کې ځانګړې بانکداري وده وکړي، په ځانګړې ډول په کرنیز او د تولید په برخو کې ځانګړي بانکونه رامنځ ته شي.