د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

ولسي جرګې ته ۵ نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک نوماند خپل پلانونه تشریح کړل


ارشیف، د ولسي جرګې غړي
ارشیف، د ولسي جرګې غړي

د پوهنې وزارت نوماندې رنګینه حمیدي، د عامې روغتیا وزارت نوماند احمد جواد عثماني، د کلیو او پراختیا وزارت نوماند مجیب الرحمن کریمي، د اقتصاد وزارت نوماندې کریمه حامد فاریابي، د قومونو او قبایلو چارو وزارت نوماند محب الله صمیم او د افغانستان بانک ریاست نوماند اجمل احمدي نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۱مه) ولسي جرګې ته د باور رایې اخېستو لپاره خپل کاري پلانونونه د خلکو له استازو سره شریک کړل.

دوی تر ډېره په خپلو ادارو کې د اصلاحاتو، له فساد سره مبارزې او د روڼتیا په راوستو ټینګار درلود، خو د دوی له‌منځه د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني او د پوهنې وزارت لپاره نومانده رنګینه حمیدي د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو له نیوکو او غبرګون سره مخ شول.

ښاغلي عثماني هغه مهال چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د فساد یادونه کوله او د یو شمېر قراردادونو د مخنیوي خبره یې وکړه، وکیلانو یې په وړاندې غبرګون وښود.

د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني
د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني

ده وویل: "ټول هغه قراردادونه چې د یوې واحدې سرچینې څخه وو او لسګونه هغه قراردادونه چې اړتیا یې نه وه، بند مې کړل. وتوانېدم چې د خپل کار په لومړیو سل ورځو کې ۶۳،۵ میلیونه ډالر سپما کړم. "

هغه د افغانستان روغتیايي سکټور له ننګونو او ستونزو ډک وباله او زیاته یې کړه، په کلني ډول افغانان د خپلې روغتیا په برخه کې ۲،۵ میلیارډ ډالر لګوي چې له دې شمېر ۳۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالر له هېواده دې بهر وځي.

د پوهنې وزارت نومانده رنګینه حمیدي بیا له دې کبله د یو شمېر وکیلانو له غبرګون سره مخ شوه چې ولې یې د اسلامي تعلیماتو معینیت د دې وزارت له اډانې جلا کړی دی، خو اغلې حمیدي دا خبره رد کړه.

د پوهنې وزارت نومانده رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت نومانده رنګینه حمیدي

ده وویل: "دا خبره چې ګنې موږ تصمیم نیولی چې د اسلامي تعلیماتو معینیت موږ د حج او اوقافو وزارت ته ورکوو، دا غلطه خبره ده. دا کار نه زموږ په پلان کې و، نه‌دی او نه به وي. ولې د تعلیم او تربیې د معینیت تر نوم لاندې به یو لوی ریاست د اسلامي تعلیماتو په نوم چې ټول پخواني او نوي کارونه به کوي، تشکیل کې دی. "

اغلې حمیدي دغه شان د پوهنې وزارت په برخه کې د پنځو بنسټیزو اصلاحاتو یادونه وکړه چې په خبره یې د عملي کېدو پرمهال به یې ښوونځي، زده‌کوونکی او ښوونکی خوندي او دغه شان له اوسنیو ستونزو خلاص شي.

ولسي جرګې ته له دې وړاندې هم ۱۷ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت لوی رئیس خپل راتلوونکې کاري لومړیتوبونه او پلانونه تشریح کړي دي.

جرګې تراوسه د بهرنیو چارو، مالیې، ملي دفاع، کورنیو چارو، لوړو‌ زده‌کړو، عدلیې، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کار او ټولنیزو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، کانونو او پټرولیم، د ښار جوړونې او ځمکو، کډوالو او بېرته راستېدونکو، ټولګټو، کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزیرانو او د ملي امنیت لوی رئیس ته د باور رایه ورکړې، خو د اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو وزارتونو لپاره نوماندان طاهر زهیر او حسینه صافۍ یې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG