د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۴۱

نړېوالو معتبرو بانکونو له افغان بانکونو سره خپلې اړیکې ولې پریکړي؟


په افغانستان کې د خصوصي بانکونو د ټولنې مسوولین وايي، تر اوسه هم زیات شمېرنړېوالو معتبرو بانکونو د افغانستان له خصوصي بانکونو سره خپلې اړیکې عادي حالت ته نه دې راوستې.

دوی په دې اړه اندیښمن دي او وایي، د نړېوالو بانکونو د اړیکو نه دوام به د افغانستان اقتصادي حالت ته زیان ورسوي.

یو شمېراقتصادي کارپوهان د دې مسالې د تاییدولو ترڅنګ وايي، که چېرې د خصوصي بانکونو مسوولین د خدمتونو کیفیت ته پام ونه کړي، په نږدې راتلونکې کې به یاد بانکونو له جدي مالي ستونزو سره مخامخ شي.

بل خوا د افغانستان بانک مسوولین وايي، د دې مسالې په اړه هیڅ ډول اندېښنه نه لري، خو له خصوصي بانکونو غواړي چې خپل فعالیتونو په نړېوالو منل شویو معیارونو برابرکړي.

د افغانستان د خصوصي بانکونو د ټولنې رییس وايي، چې د هېواد په اکثره خصوصي بانکونو کې ناسالم مدیریت د دې سبب شوی چې نړېوال معتبربانکونه له افغان بانکونو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

خلیل صدیق د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، که چېرې ژر افغان خصوصي بانکونو د نړېوالو معیارونو مطابق خپل کارونه برابرنه کړي، نوله جدي اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.

ښاغلی صدیق وايي، په ډیرو خصوصي بانکونو کې د بانکونو د خاوندانو بې ځایه لاسوهنې د دې لامل شوې چې نړېوال بانکونه له افغان خصوصي بانکوو سره په معاملو باندې له سرکتنه وکړي:

″تر اوسه زموږ د بانکونو مالیکان نه دي پوهه شوي چې د بانکدارۍ په برخه کې باید مداخله ونه کړي، پردېږدي چې بانکونه مسلکي بنکران مخکې یوسي، کله چې بانک فعالیت کوي پیسۍ انتقالوي کمېشنونه لاس ته راوړي، کله چې یې کمېشن ترلاسه کړ عواید ترلاسه کوي له عوایدونه دولت ته ټکس ورکوي هغه وخت چې بانک د عوایدو دغه برخه له لاسه ورکړي په دې معنی چې دولت ته تلونکي عواید کمیږي لکه چې یو بانک بهرني روابط ونه لري دغه اصلآ بانک نه دی نو بیا د صرافۍ یو دوکان ترې جوړیږي.″

خلیل صدیق زیاتوي تر اوسه هم په زیاتو خصوصي بانکونو کې د باتجربه مدیره پلاوی او د تفتیش د خپلواکه کمېټې نشتوالی د دې سبب شوي چې نړېوال بانکونه په دوی باندې باورله لاسه ورکړي.

که څه هم څه موده وړاندې د پيسوسپینولو اوله جرمونو نه د عوايدو د مخنيوي د قانون توشیح افغانستان د بانکداري له تورلسته وژغوره، خو د خصوصي بانکونو ټولنه وايي اوس هم له بهر نه هېواد ته د پیسو انتقال ټکنی دی.

یو شمېراقتصادي کارپوهان وايي، د بانکداري قوانینو تصویب او توشیح نه شي کولای، د نړېوالو بانکونو روابط له افغان بانکونو سره پراخ کړي، دوی سپارښتنه کوي چې افغان خصوصي بانکونه دې خپل خدمتونو په نړیوالو معیارونو برابر کړي.

اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون ازادۍ راډيو ته وویل، که چېرې خصوصي بانکونه دغې مسالې ته پوره پام ونه کړي نو په نږدې راتلونکي کې به له سقوط سره مخ شي.

″بهتربه وي چې نړېوالې پولي او مالي موسسې په تعامل او بلاخره متقابلې اړیکو په رڼا کې همکاري وکړي او بل خوا په افغانستان کې انسټیټيونه او نور بنسټونه د خپلو مالي او پولي مدیریتي پوتنسیل لوړ کړي.″

دا مهال په افغانستان کې شپارلس بانکونه فعال دي، چې دوه یې دولتي او نور ټول یې خصوصي دي.

په دې وروستیو کې یو شمېرافغان سوداګرو اندېښنه وښوده، چې د خصوصي بانکونو له لارې یې د پیسو معاملې له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان بانک رییس وايي، چې په هېواد کې د خصوصي بانکونو کارونه په جدیت سره څاري.

د دې بانک رییس نورالله دلاوري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، که چېرې افغان خصوصي بانکونو خپل خدمتونو په نړېوالو معیارونو برابر نه کړي نو له بندیزونوسره به مخ شي:

″هغه بانکونو چې مصرف کوي موږ یې جریمه کوو جوازونه یې ګورو او فعالیتونه یې محدوده وو، مثلآ له ځینو بانکونو څخه د قرضې ورکولو صلاحیت اخیستل کیږي.

په بانکونو باندې فشار دی چې د قانون او لایحې سره سم خپل فعالیتونوعیار کړي.

بانکونو ته زموږ مشور دا ده کوښښ دې وکړي د معامله دار بانکو د قرارداد د شرایطو مطابق عمل وکړي.″

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېرافغان کارپوهان خبرداری ورکوي، که چېرې د خصوصي بانکونو مالکین خپلې بانکدارۍ ته پام ونه کړي افغانستان به د بانکدارۍ په برخه کې خپل نسبي اعتبار له لاسه ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG