د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

دیمیتري کولیبا: د اوکراين په ختيځ کې وضعيت تر بل هر وخت خراب دی


د اوکراين ختيځ ته د روسي ځواکونو د پرمختګ ريپوټونه ورکول شوي دي
د اوکراين ختيځ ته د روسي ځواکونو د پرمختګ ريپوټونه ورکول شوي دي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد د ختیځ پوځي وضعیت تر هغه څه چې خلک وايي، زیات خراب دی.

دیمیتري کولیبا دا خبره پرون داسې مهال وکړه چې روسي ځواکونو د دونباس په لور پرمختګ ته دوام ورکړ.

پرون یوه اوکرایني چارواکي وویل چې روسي پوځیان په ختیځه جبهه کې د اوکرایني ځواکونو محاصرې ته نژدې شوي دي او د لنډ وخت لپاره یې د هغې لویې لارې، چې په پای کې یې د دونباس سیمې ښارونه پراته دي، څو برخې ونیولې خو د روسانو دا یرغلونه په شا وتمبول شول.

د لوهانسک والي په عین حال کې مني چې اوکرایني ځواکونه په دې سیمه کې د شاتګ په حال کې دي خو ټینګار کوي یوازینۍ لویه لار چې پر دونیڅک سین تېریږي او سیوردونیڅک او لیسچانسک ښارونو ته غځېږي، لا هم د روسي ځواکونو په لاس کې ده.

پر اوکراين د روسيې يرغل څلورمې مياشتې ته داخل شوی دی.
پر اوکراين د روسيې يرغل څلورمې مياشتې ته داخل شوی دی.

دې ته په پام چې روسیې د دونباس سیمې بشپړه نیونه د خپل یرغل اصلي هدف بللی، د پوځي چارو د متخصصانو په نظر د سیوردونڅیک او لیسیچانسک ښارونو نیونه د ختیځ جیهې په جګړه کې مهم بدلون ګڼل کېدای شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر کولیبا د ټویټر کاروونکو ته په ژوندۍ بڼه پوښتنو ته د ځواب ویلو په ترڅ کې وویل چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې لپاره اوس درنو وسلو ته اړتیا لري.

ده همدا راز وویل چې حاضردمه له روسیې سره د سولې خبرې نه شته.

له بلې خوا د اوکراین د دفاع مرستیال وزیرې هانا مالیار یوې خبري غونډې ته وویل چې په ختیځ کې جګړې نهايي شدت ته رسېدلې او روسي ځواکونه له یو مخې پر مورچو بریدونه کوي.

دې دا هم وویل چې لا سخته او اوږده جګړه په مخکې ده.

XS
SM
MD
LG