د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د اوکراين په ختيځ کې د روسيې ځواکونو د پرمختګ ريپوټونه ورکول شوي


ارشيف
ارشيف

د اوکراین په جګړه کې چې څلورمې میاشتې ته داخله شوې ده د ماسکو یو هدف دا دی چې د اوکراین ختیځ تر بشپړ کنټرول لاندې راولي.

د اوکرایني ځواکونو په وینا، روسیې ځواکونه په دنباس کې له سختو ډزو وروسته د دوو ښارونو په لور ورمخته شوې دي او په زرګونو ملکیان په سیمه کې ګیر پاتې دي.

په ورته وخت کې ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د نازي المان د زمانې په څېر هغه وړاندیزونه رد کړل چې ویل کېږي، اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له روسې سره منلې ده چې ځیني سیمې ورپریږدي.

په ۱۹۳۸ کال کې لویدیځ نازي المان ته دغسې یو وړاندیز کړی و.

اوکرایني پوځیانو نن وویل چې په دنباس کې د ختیځ لور ته لرې یو ځای چې لایې هم واک له کییف سره دی د روسیې ځواکونو تر سخت برید لاندې راغلی دی.

تر اوسه د لیسیچانسک په یوې سیمه کې یونیم سل کسان په یوه ګور کې خاورو ته سپارل شوې دي.
تر اوسه د لیسیچانسک په یوې سیمه کې یونیم سل کسان په یوه ګور کې خاورو ته سپارل شوې دي.

روسیي سرتېرې د دونیتس سیند پر غاړه د سیویرودونڅک او لیسيچانسک د دوو مهمو ښارونو په لور پرمختګ کړی دی او جګړه اوس د سیویرودونڅک تر لمنو رسېدلې ده.

د لوهانسک والي سیرهې هایدې پرون په خواله رسنیو کې په یوه بیان کې وویل چې روسیي پوځیان ښار ته دومره نژدې شوې دي چې دوی پر هاوانونو ډزې پرې وکړې.

که چېرته دا دوه ښارونه سقوط وکړي د لوهانسک ټوله سیمه به د روسیې تر واک لاندې راشي او دا د اوکراین په جګړه کې د روسیې له هدفونو څخه یو هدف دی.

د لوهانسک والي زیاته کړه چې پولیس په لیسیچانسک کې جسدونه غونډوي چې په ډله ییزو قبرونو کې یې خاورو ته وسپاري او تر اوسه د لیسیچانسک په یوې سیمه کې یو نیم سل کسان په یوه ګور کې خاورو ته سپارل شوې دي.

XS
SM
MD
LG