د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۲۰

له عربي اماراتو سره د هوايي ډګرونو په قرارداد سره قطر او ترکیه نور څنډې ته شوي دي؟


کابل هوايي ډګر

د طالبانو حکومت د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د کابل په ګډون د څلورو هوایي ډګرونو د ځمکنیو عملیاتو هغه قرارداد چې د چارواکو په وینا په مخکیني حکومت کې شوی و، تمدید کړ.

دا په داسې حال کې ده چې قطر او ترکیې هم هڅه کوله چې د افغانستان د پنځو نړیوالو هوایي ډګرونو د فعاله ساتلو لپاره د طالبانو له حکومت سره یوې موافقې ته ورسیږي خو د راپورونو له مخې د هوایي ډګرونو د امنیت ساتنې موضوع یې یو عمده خنډ و.

ویل کیږي قطر غوښتل چې ځواکونه یې په هوایي ډګرونو کې دېره شي او امنیتي چارې سمبالې کړي خو طالبانو ورسره مخالفت کړی.

پر دې موضوع نوریاس نوري د سیاسي اواقتصادي چارو له پوه آذرخش حافظي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې آیا له متحده عربي اماراتو سره دغه قرارداد دا معنا لري چې قطر او ترکیه نور څنډې ته شوي دي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:44 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG